1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: په يوه رستورانت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبه

په چین کې چارواکي وایي چې د دغه هیواد په شمال کې په يوې ودانۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.ګومان کیږي چې دغه پیښه د ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوي وي.

https://p.dw.com/p/4dSXi
A dashcam view shows the moment of an explosion in Sanhe City
تیره میاشت د دغه هیواد په نانجینګ ښار کې په یوه اپارتمان کې د اور لګیدنې له امله ۱۵ کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.انځور: REUTERS

په چین کې دولتي رسنیو ویلي چې نن چهارشنبه (د ۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۳) په یوه رستورانت کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۶ تنه یې ټپیان کړي دي. دا پیښه د چین په هيبۍ ولایت کې رامنځته شوې ده.

د چین دولتي رسنۍ سي سي ټي وي (CCTV) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه چاودنه په سیمه ایېز وخت ۸ بجې د »سانهي» په ښار کې چې له پلازمينې بيجينګ سره ۸۰ کیلومتره واټن لري، شوې ده.

ویجاړونکې چاودنه

وړاندې تر دې د لانګ فانګ ښار د اور وژنې سیمه ایېزې ادارې ویلي وو دوی سیمې ته ۳۶ موټر او ۱۵۴ کسان لیږلي او د اور د کنترولو هڅې روانې دي .

په ټولنیزې شبکې ویبو (Weibo) کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې د اور نارنجي رنګه لمبې پورته کيږي او دودونه ورسره مله دي.

دغې ویډیو کې ویجاړه ودانۍ، زيانمن شوي موټرونه، په سړکونو کې ماتې ښیښې او ځيني شيان د سوځيدو په حال کې ليدل کيږي.

په چین کې وژونکې پیښې

په یاد هیواد کې د خوندیتوب وسایلو ته نه پاملرنه او په دغې برخه کې د قوانیونو نه پلي کیدل دغه ډول مرګونې پېښې عامې کړې دي.

تیره میاشت د دغه هیواد په نانجینګ ښار کې په یوه اپارتمان کې د اور لګیدنې له امله ۱۵ کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

په تیرې جنورې میاشت کې د شينيو په مرکزي ښار کې اور لګیدنې لسګونه کسان ووژل.

دغه چاودنه چې په یوې مغازه کې شوې وه او د «ژینهوا» خبري آژانس ویلي ول چې اور لګیدنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې کاریګرو په ناقانونه ډول د مغازې په تکاوۍ کې اور بل کړی وو.

په همدې میاشت کې بیا له لسو ډیر کسان د چین په مرکز کېد یوه ښوونځې په ليليه کې د اور لګیدنې له امله ووژل شول.