1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړونکي: د آلمان اقتصاد به بهتره شي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

مخکښ اقتصاد پوهان وايي چې تمه ده د آلمان اقتصاد په راتلونکي کال کې له یوې کړکېچنې دورې سره مخ شي، خو دا کړکېچ به د مخکنیو وړاندوینو په پرتله لږ وي. انفلاسیون او د ګازو بیې به هم راکمې شي.

https://p.dw.com/p/4L3SI
Symbolbild Deutschland Inflation
انځور: Frank Hoermann/SvenSimon/picture alliance

د( آي ایف او) اقتصادي څېړنېزې موسسې د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د آلمان له پاره په ۲۰۲۳م کال کې په ډېر احتمال سره اټکل شوی چې اقتصادي کړکېچ د پخوا په پرتله راکم شي.

د یوې لویې موسسې له خوا د لومړي ځل له پاره دا ډول خبر خپرول یو هیله ورکوونکی خبر دی، ځکه چې آلمان د کورنو ګرمولو، د تیلو او خوراکي توکو له لوړ لګښت سره مبارزه کوي.

«آلمان ته د بهرني مسلکي کارګرو راتګ بايد آسانه شي»

دا موسسه چې په مونشن ښار کې موقعیت لري ویلي دي چې تمه ده په راتلونکي کال کې د اقتصادي تولیداتو وده ۰،۱سلنه کمه شي، په داسې حال کې چې په لومړیو کې د اقتصادي تولیداتو وده ۰،۳ سلنه اټکل شوې وه.

د یاد کمښت لامل دا دی چې انفلاسیون له ډېرو میاشتو راهېسې تر لوړېدو وروسته په دې وروستیو کې راکم شوی دی. په نومبر میاشت کې انفلاسیون ۱۰ سلنه کم وو او له هغه یو میاشت مخکې ۱۰.۴ سلنې ته رسیدلی وو.

د دغې اقتصادي څېړنېزې موسسې په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې په ټوله کې انفلاسیون ۷،۸ سلنه و چې ښایي د برېښنا نرخ د کمولو له پاره د حکومتي اقداماتو له مخې په ۲۰۲۳م کال کې ۶،۴ سلنې ته راکمه شي.

د اقتصادي څېړنېزې موسسې د وړاندوینې مشر تیمو خبریالانو ته وویل چې دا موسسه وړاندوینه کوي چې «هر څه به په ۲۰۲۴م کال کې د منځني ودې له پاره د ښه کېدو حالت ته راوګرځي.»

دا موسسه یادونه کوي چې له لوړو نرخو سره سره په آلمان کې د ځینو تولیدي توکو غوښتنه پر خپل ځای پاته ده او دا له اقتصاد سره مرسته کوي.

آلمانی سياستوال د اوکراين جګړې وروسته بېرته روسي ګاز واردول غواړي

د پانګوالو باور زیاتېدل، د ګازو راښکته شوې بیه

دا ارزونه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې یوې سروې ښودلې چې په آلمان کې د پانګوالو باور په دسمبر کې یو څه لوړ شوی.

همدارنګه د آلمان د نقليه وسايطو ټولنې (آداک) د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې د ګازو بیې د کمېدو په حال کې دي. د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د هر لیتر سوپر پټرول بیه په اوسط ډول ۷،۶ سنټه او د ډیزلو په بیه کې ۵،۹ سنټه کموالی راغلی دی. د دې ټولنې په وینا دا د اکتوبر مياشتي په پرتله د ۳۰ سینټو کموالی ښیي.

م.ا/ن.ز