1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرېچمر: له جکړې وروسته بايد د روسي ګازو ورادات بېرته پيل شي

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

د آلمان د زاکسن آيالت لومړي وزير، ميشايل کرېچمر، د اوکراين تر جګړې وروسته آلمان ته د روسي ګازو بېرته واردېدل غوښتي دي. دغه خبره يې د آلمان يوې ورځپاڼې ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/4IZEg
ميشايل کرېچمر
د آلمان د زاکسن آيالت لومړی وزير ميشايل کرېچمرانځور: Robert Michael/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

کرېچمر د »بيلد ام زونتاګ« ورځپاڼې ته وويل چې »موږ د امريکا متحده آيالاتو، قطر او نورو عربي هېوادونو څخه د مايع ګاز وارداتو له پاره اوږمهاله تړونونو ته اړتيا لرو. ورسره بايد اوس پخپله هم په شمالي سمندر کې ګاز ولټوو او کله چې جګړه پای ته رسېدلې وي، بايد بېرته د روسيې له ګازو څخه هم ګټه پورته کړو.«پر بريښنايي زيربناوو د روسي حملو ادامه؛ له خیرسون ښاره د ملکيانو د فوري وتلو امر
آلمان بايد د کرېچمر په نظر له نورو هېوادونو سره يو ځای د خبرو اترو له لارې د يو حل له پاره هڅه وکړي څو جګړه پای ته ورسول شي. د زاکسن لومړي وزير دا هم وويل چې »اوس د اروپايي ټولنې، امریکا متحده آيالاتو، چين، هند او چاپان ګډو ديپلوماتيکو هڅو ته ضرورت دی. دغه جګړه بايد وردول شي.«
د هغه په خبره دغسې خبرې اترې بايد په اُتوماتيک ډول د دې نتيجه ونه لري چې اوکراين د خپلې خاورې یوه برخه له لاسه ورکړي. د زاکسن آيالت حکومتي مشر وويل چې »د دې يو دليل هم نشته چې اوکراين د خپلې خاورې له يو مربع متر څخه هم تېر شي، جنګي خسارات بايد د روسيې له خوا ادا او جنګي جنايتکاران بايد مسئوليت اخيستلو ته راوستل شي. په دغسې يو دريځ سره بايد د سولې خبرې پيل شي.«شولڅ: پوتین اروپا ته د انرژۍ د نه لیږلو په سیاست کي ناکامه دی
کرېچمر همداراز د اروپايي ټولنې له خوا د روسيې په وړاندې بنديزونو ته د شک په سترګه ګوري. د هغه په خبره »بنديزونه بيا هم د وسلو له استعمال څخه غوره دي. خو هغه بايد د مهاجم په طرف کې لازم اغېز هم ولري.«
په ورته وخت کې کرېچمر د آلمان وضعيت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې »موږ بايد درک کړو چې دغه بنديزونه د جرمني پر اقتصاد باندې کومې اغېزې لري. دلته يو سونامي توفان په جوړېدو دی.«

کرېچمر تر دې مخکې هم د اوکراين د جګړې په هکله د ناندرئيزو څرګندونو له کبله د خلکو توجه ځان ته اړولې وه. د آلمان د زي ډي اف چېنل په »مارکوس لانڅ« خپرونه کې يې د اوربند او د »جګړې د کنګلولو« غوښتنه کړې وه. په آلمان کې د اوکراين پخواني سفير، اندري مېلنيک، له دې وروسته اوکراين ته د کرېچمر بلنه بېرته اخيستې وه.

آ./ن.ص./ا.ا.