1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د روانې پيړۍ تر پايه به د همالايا ۸۰ سلنه يخونه ويلي شي»

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د هندوکش د همالايا د غرونو د لړۍ طبيعي يخچالونه په ډېره چټکۍ ويلي کیږي او که چېرې د ګلخانه يي ګازونو افرازات را کم نه کړای شي، نو کيدای شي د روانې پيړۍ تر پايه ۸۰ سلنه دغه يخونو له منځه ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/4Ssox
په نيپال کې د همالایا يخونه
په نيپال کې د همالایا غرونهانځور: Getty Images/Afp/P. Mathema

د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې فعال د غرنيو سيمو د مربوطې پراختيا نړيوال مرکز چې لنډيز یې « ICIMOD» دی، د سه شنبې په ورځ د يوه رپوټ په خپرولو سره خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکو کلونو کې به د يخ د ټوټو ښوېدنې او سيلابونو د راتلو پېښې ډېرې شي. زیاته شوې چې د همالايا له غرونو څخه د سرچينه اخیستونکو ۱۲ سيندونو پر غاړه ميشت تر دوو میلياردو ډېر خلک به د څښلو پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې ولري.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د هندوکش د همالايا د غرونو واوره دلته د میشتو خلکو له پاره د اوبو يوه مهمه سرچينه ده. دا سيندونه د اسيا په ۱۶ هيوادونو کې تيريږي او د غرنیو سيمو کابو ۲۴۰ ميليونو او د ميداني سيمو کابو ۱،۲۵ مليارده خلکو ته د څښلو تازه اوبه برابروي.

اړونده موضوع: د اقلیم بدلون؛ د اسیا د اوبو او انرژۍ سرچینې په خطر کي دي

د رپوټ له ترتيبوونکو څخه يوه د مهاجرو د چارو کارپوهه امینه مهارجن ده، نوموړې په دې اړه وایي: «په غرونو کې اوسيدونکي خلک د نړۍ د تودوخې په زياتيدو کې هیڅ نقش نه لري خو پر دې سربیره هم د اقليمي بدلونو له کبله تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ دي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

نوموړې وويل چې «پر اقلیمی بدلون د لاس بر کیدو ټولې اوسنې هڅې په بشپړه توګه ناکافي دي او موږ اندېښنه لرو چې که د امکان تر حده ډېره همکاري مو ونه کړه نو دا ټولنې به یې [د اقليمي بدلون] پر زيانونو د کنترول جوګه نه وی.»

د نړیوال تودښت پراخي اغېزې

په بېلا بېلو مخکنيو رپوټونو کې هم دا ويل شوي دي چې ځمکه او پر واوره پوښل شوې سيمې تر ټولو ډېرې له اقليمي بدلون څخه اغیزمنې شوي. د تازه څېړنو موندنو هم ښوولې ده چې د ماونت ايوريست طبيعي يخچالونو يوازې په تېرو ديرشو کلونو کې د ۲۰۰۰ کلونو واوره له لاسه ورکړې ده.

امينه مهارجن وايي: «موږ په لومړي ځل د دې غرنۍ سيمې په کرايوسفير يا په واروه پوښل شويو سيمو کې د بدلون له کبله پر اوبو، ایکو سیسټم او خلکو د اغیزو ترمنځ ارتباط په ګوته کړی وو.»

 د ۲۰۱۰ کال را وروسته د همالايا يخونه د تېرو لسیزو په پرتله د ۶۵ سلنه زيات چټکوالي سره ويلي کيږي.
د ۲۰۱۰ کال را وروسته د همالايا يخونه د تېرو لسیزو په پرتله د ۶۵ سلنه زيات چټکوالي سره ويلي کيږي.انځور: University of Kashmir/AFP

د سه شنبې په ورځ په نشر شوي دې رپوټ کې ويل شوي چې د ۲۰۱۰ کال را وروسته د همالايا يخونه د تېرو لسیزو په پرتله د ۶۵ سلنه زيات چټکوالي سره ويلي کيږي چې له کبله يې اوبو ته په ميدانی سیمو کې د میشتو خلکو لاس رسی کمیږي.

اړونده موضوع: په منځني ختیځ کې د اقلیم د بدلون له امله د میلیونو کسانو د بې ځایه کېدو ګواښ

د څېړنو په ترڅ کې موندل شوې ده چې په دې غرنيو سيمو کې موجود ۲۰۰ د يخي جهيلونه له خطرونو سره مخامخ دي او د روانې پيړۍ تر پای پورې به په دې جهيلونو کې د سېلاب راتلو لړۍ چټکه شي.

مخینوی اړين دی

له څېړنې جوته شوې چې د غرنيو سيمو خلک به د نړۍ په نورو سيمو کې د اوسيدونکو په پرتله ډېر له اقليمي بدلون څخه اغیزمن شي. په رپوټ کې ویل شوي چې د هندوکش او همالايا په سيمه کې د نړيوالې تودوخې اغیزې «ډېرې پراخې دي او نه جبرانيږي.»

د روان میلادي کال په پېل کې د هند د جوشي مټ په نوم غرنۍ سيمې په نړيدو پېل کړی وو
د روان میلادي کال په پېل کې د هند د جوشي مټ په نوم غرنۍ سيمې په نړيدو پېل کړی ووانځور: Subrata Goswami/DW

د هندوکش او همالايا د غرونو لړۍ په افغانستان، بنګله دیش، بوټان، چين، هند، ميانمار، نيپال او پاکستان کې تر ۳۵۰۰ کيلومترو پورې غځيدلې ده.

د اقليمي بدلون له کبله د يخونو د ويلي کیدو اغیزې اوس احساسيږي هم. د روان میلادي کال په پېل کې د هند د جوشي مټ په نوم غرنۍ سيمې په نړيدو پېل کړی وو او د سيمې اوسيدونکي باید ډېر ژر نورو منطقو ته انتقال کړل شوي وای. جوشي مټ د هندوانو يو ډېر مهم مذهبي ځای دی.

کارپوهان وایي چې که په سيمه کې يو ځل د يخونو ويلي کیدل پېل شول نو بيا یې مخه نيول مشکل کار دی.

ب. ص/ ن. ز (AP, afp)

زموږ له آرشيف څخه: