1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیس: په کوپن هاګن کي د اسرائیل سفارت ته نیژدې چاودني سوي

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

د پولیسو په حواله په کوپن هاگن کي د اسرائیل سفارت ته نیژدې دوې چاودنې سوي دي. په دغه چاودنه کي ځانی زیان نه دی رسېدلی.

https://p.dw.com/p/4lJwc
Dänemark, Kopenhagen | Explosionen nahe der israelischen Botschaft
انځور: Emil Helms/Ritzau Scanpix/AFP/Getty Images

د ډنمارک پولیسو د چهارشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه خبر ورکړ چي په دغو چاودنو کي هیڅوک ټپیان سوي نه دي.

د پولیسو د یوه ویاند په حواله  د دغې پیښې په هکله لومړنۍ پلټنې رواني دي، خو اوس لا »وختی دی« چی وویل سي چی آیا دغه پیښه د اسرائیل  له سفارت سره کوم تړاو لري او که څنگه.

دغه چاودنې د چارشنبه په شپه «ډیر ناوخته» رامنځته سوې، پولیسو د هغو د زیانونو په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د پولیسو دغه ویاند د خپلو څرګندونو په دوام وویل چي، پولیس به «څو ساعته» په سیمه کي پاته وي.

د اسرائیل  سفارت د کوپن هاگن په شمال کي د هیلروپ بډایه سیمې ته نیژدې پروت دی. د هغه پر شاوخوا د نورو ترڅنگ د رومانیا، ټایلنډ، ایران  او ترکیې  نمایندگۍ هم موجودي دي.     

GP/NZ/AG