1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي او د اوکراين کار وباله

۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین د کریمیا پله د چاودنې پر سازمان ورکولو تورن کړ او دغه پېښه ېې یوه تروریستي کړنه وبلله. نوموړی غواړي د دوشنبې په ورځ په دې هکله خپله د امنيت شورا غونډه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/4HyQn
 د کرچ تنګي په سر جوړ د کريميا پل چې کریميا له روسېې سره نښلوي، د اوکراین په سويل کې د روسي ځواکونو د اکمالاتو له پاره يوه مهم مسیر دی
 د کرچ تنګي په سر جوړ د کريميا پل چې کریميا له روسېې سره نښلوي، د اوکراین په سويل کې د روسي ځواکونو د اکمالاتو له پاره يوه مهم مسیر دیانځور: AFP/Getty Images

پوتين د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۹ نېټه) په يوه ويډيو کې چې د کريلمين پر تيلګرام چينل خپره شوې، ويلي دي: «په دې کې هيڅ شک نشته! دا د غير پوځي زيربناو د تخريب په موخه یوه تررویستي کړنه ده.»

د روسېې ولسمشر دا د اوکراین کار وباله او وې ويل چې دغه اقدام «د اوکراین د ځانګړو خدماتو له خوا ترتيب، اجرا او هدایت شوی دی.»

د روسيې د امنیت شورا مرستيال ديميتري ميدويدوف د دوشنبې ورځې غونډې څخه دمخه ويلي دي چې روسيه باید د دغې «تروريستي» حملې مسئولان ووژني.

بایدن: د پوتين د اتومي وسلو د استعمال ګواښ واقعي دی

د روسېې دولتي خبري آژانس تاس، د ميدويدوف، له قوله ليکلي دي: «روسيه کولی شي دغه جرم ته صرف د تروریستانو په مستقیمه وژنه ځواب ورکړي، څرنګه چې دا د نړۍ په نورو ځایونو کې هم رايج ده. دا هغه څه دي چې د روسېې خلک ېې تمه لري.»

د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتینانځور: Gavriil Grigorov/AP Photo/picture alliance

 د کرچ تنګي په سر جوړ د کريميا پل چې کریميا له روسېې سره نښلوي، د اوکراین په سويل کې د روسي ځواکونو د اکمالاتو له پاره يوه مهم مسیر دی.

دغه راز د سواستوپل بندري ښار له پاره د یو حیاتي شريان رول هم لري، چېرته چې د روسېې د تورې بحېرې سمندري ځواکونه پکې مستقر دي. د کریمیا پل همدارنګه په ۲۰۱۴م کې په روسيه کې د کريميا ټاپووزمې د الحاق یو اغیزناکه سيمبول په توګه هم پيژندل کیږي.

پر دغه پله د شنبې په ورځ چاودنه وشوه چې يوه برخه ېې زیانمنه شوې ده. که څه هم کيف د دغې چاودنې هرکلی وکړ خو د مسئولیت په اړه ېې څه نه دی ویلي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، د پېښې په ورځ په یوه ويډیو کې په غیرمستقیمه توګه د کريميا پر پله حمله تائيد کړه خو د علت په اړه ېې څه ونه ويل. زيلنسکي په خپلو خبرو کې وويل: «نن يوه بده ورځ نه وه او هوا زموږ د هیواد په قلمرونو کې لمریزه وه، خو له بده مرغه په کریما کې وريځ وه اما بیا هم توده وه.»

د اوکراين حکومت د څو سيمو د بيرته نيولو خبر ورکړی

د روسېې دفاع وزارت هغه وخت ويلي وو چې چاودنه د ېوې لارۍ په ذریعه شوې او زیاته کړې وه چې په پېښه کې درې مساغر هم وژل شوي چې په احتمال سره د چاودنې ځای ته نژدې ول.

دغه مهم پله ته زيان په داسې وخت کې اوړي چې هاخوا په واکراین کې روسي ځواکونه د جګړې په ډګر کې له یو لړ ماتو او شاتګ سره مخ دي چې له کبله ېې دغه اندېښنې مخ په ډيريدو شوي چې ښايي مسکو د اتومي وسلو پر استعمال لاس پورې کړي.

دغه اندېښنه وروسته له هغې راپارېدلي چې پوتين په تکرار سره غرب ته ګواښ وکړ چې پر روسیه باندې هر ډول بريد کېدای شي د اتومې وسلې د ځواب تحریک له ځانه سره ولري.

روسیې له کريميا څخه د عسکرو ايستلو اعلان وکړ

 پوتین دغه ۱۹ کيلومتره اوږد پل چې کریما له روسېې سره نښلوي، په ۲۰۱۸م کال کې افتتاح کړ
پوتین دغه ۱۹ کيلومتره اوږد پل چې کریما له روسېې سره نښلوي، په ۲۰۱۸م کال کې افتتاح کړانځور: AP/dpa/picture alliance

پوتين د یکشنبې په ورځ د روسېې د تحقيقاتو کمېټې له مشر، الکساندر باستريکين سره وليدل. باستریکين ويلي دي چې د دوی د یوه تحقیق پایله ښيي چې چاودنه د یوه موټر ده چې ورپسې په پله کې اورلګيدنه هم رامنځ ته شوې ده. د پېښې خپاره شوو انځورونو کې ښکاري چې د پله په سر په یو ځي کې اور لګېډلی او تور لوګی ېې اسمان ته پورته شوی دی.

باستریکین په يوه ويډيو کې چې د کریملین پر ټيلګرام چینل خپره شوې ويلي دی چې دغه موټر پله ته تر رسيدلو مخکې د بلغاریا، ارمنیا، شمالي اوسېتیا او د روسېې کراسنودار سېمې له مسيرونو تیر شوی او په دې منځ کې کومو کسانو چې د اوکراین له ځانګړو خدماتو سره مرسته کړې «د روسېې او د بهرنیو هیوادونو اتباع دي.»

روسیه: د کریميا پله په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

هغه وويل چې دا به «په احتمال سره د سومي او چرنيهیف سیمو په سرحدي علاقو کې د توغندويزو بریدونو په معنی وي. دا همدارنګه کېدای شي د توغندیو او د (ایران ساخت) شاهد-۱۳۶ ډرون کارولو په معنی وي، حتی د اوکراین په قلمرو کې لا دننه د اهداف نښه کولو له پاره.»

آر آی اې خبري آژانس، د روسېې ترانسپورت وزارت له قوله ويلي دي چې پر پله له انفجار راهيسې، نژدې ۱۵۰۰ کسان او د کارګو درنو بار وړونکو موټر د کرج تنګي پر مسير تګ راتګ کړی دی. پوتین دغه ۱۹ کيلومتره اوږد پل چې کریما له روسېې سره نښلوي، په ۲۰۱۸م کال کې افتتاح کړ.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل