1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۰۰ زرو تنو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

د هغو کسانو شمېر چې په ۲۰۲۳ م کال کې یې د جرمني هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی، له ۲۰۰۰ م کال راهیسې تر ټولو ډېر وو. په تېر کال کې څه باندې شپږ زره افغانانو هم د جرمني تابعیت ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4gNee

د جرمني د احصایې فدرالي دفتر د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳م کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره او سل تنو بهرنیانو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی دی.

دا له ۲۰۰۰م کال راهیسې چې د احصایې په د فتر کې په دې تړاو د شميرو ثبت پېل شوی دی، په آلمان کې د تابعیت ترلاسه کولو تر ټولو لوړ کلنی شمېر دی.

 د ۲۰۲۲م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کې شاوخوا ۳۱ زره ډېرو کسانو تابيعيت اخيستی وو چې دا یو پر پنځمه برخه لوړوالی ښیي.

د احصايې فدرال دفتر د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې د هغو بهرنيانو شمير په دوامداره توګه زيات شوی دی د جرمني تابعیت ترلاسه کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې هم دا شمير د تير يعني ۲۰۲۱م کال په پرتله کابو ۳۷ زره ډېر وو. په ټولیز ډول د ۱۵۷ هېوادونو اوسېدونکو تیر کال د جرمني تابعیت ترلاسه کړی دی.

د یادو معلوماتو له مخې د سوریې اتباع د جرمني د تابعیت ترلاسه کوونکو په سر کې دي او تېر کال ۷۵ او ۵۰۰ سوريايي وګړو د جرمني تابعيت ترلاسه کړی چې د ټولټال شمير ۳۷ سلنه جوړوي.

له دې وروسته د ترکیې، عراق، رومانیا او افغانستان اتباع تر ټولو ډېر د جرمني تابعیت ترلاسه کوونکي دي. د هغو افغانانو شمېر چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د جرمني تابعیت ترلاسه کړی، ۶ زره او ۵۲۰ تنه وو.

د احصایې دفتر د معلوماتو له مخې هغه کسان چې په دې وروستیو کې یې د جرمني تابعیت ترلاسه کړی دی په اوسط ډول ۲۹،۳ کاله عمر لري او په دې توګه د جرمني د ټول نفوس په پرتله په ښکاره توګه ځوانان دي، چې اوسط عمر یې ۴۴،۶ کاله دی.

د تابعیت په ترلاسه کولو کې د ښځو ونډه ۴۵ سلنه وه چې د ټول نفوس (۵۰ سلنه) څخه کمه وه.
هغه سوریایان چې په ۲۰۲۳ کې یې د جرمني پاسپورټونه ترلاسه کړي دي په اوسط ډول شاوخوا ۲۴،۵ کلن وو، او نږدې دوه پر دریمه برخه (۶۴٪) یې نارینه وو. دوی د جرمني تابعیت تر لاسه کولو د مخه په اوسط ډول شپږ کاله او اته میاشتې په جرمني کې اوسيدلي ول.

د احصایې د ادارې په اعلامیه کې راغلي: « په جرمني کې د تابعیت د اخیستو لوړه شمیره له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د سوریایي مهاجرو له مهاجرت سره تړاو لري. دوی اوسمهال د نورو په پرتله د تابعيت له پاره اړين شرائط لکه د ژبې زده کړه او په آلمان کې د پاتې کیدو لږ تر لږه اړینه موده دلته دي.»