1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کې د پناه غوښتونکو پر ضد پيښي ډېري سوي

۱۴۰۲ اسفند ۲, چهارشنبه

داسي ښکاري چي په جرمني کي دي د پناه غوښتونکو پر وړاندي تاوتريخوالی مخ پر زياتيدو وي. دا هغه څه دي چي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت له ارقامو څخه ښکاري. دغه ارقام د تيرکال په پرتله دوه برابره زيات دي.

https://p.dw.com/p/4ceoV
Deutschland Mülheim an der Ruhr | Toter nach Polizeieinsatz an Flüchtlingsunterkunft
انځور: Justin Brosch/dpa/picture alliance

د جرمني پوليسو تيرکال د پناه غوښتونکو پر وړاندي د سياسي انگيزې لرونکي ۲ زره ۳۷۸ بريدونه ثبت کړي دي. لکه څنگه چي د

 "Neue Osnabrücker Zeitung" ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ( فبرورۍ ۲۱) د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د ارقامو په حواله چي د کيڼ اړخې سياستوالې کلارا بيونگر د پوښتي په جواب کي يې وړاندي کړي، خبر ورکړی دی، چې دغه رقم د تير ۲۰۲۲م کال په پرتله دوه برابرهزياتوالی ښيي. د دغه خبر په ادامه کي راغلي دي چي د تاوتريخوالو په دغه ډول پيښو کي ۲۱۹ کسان زخميان سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په حواله سربيره پر دې امنيتي ادارو په ۲۰۲۳م کال کي د پناه غوښتونکو د سرپناهو پر وړاندي ۱۸۰ جنايي پيښې ثبت کړي دي چي دغه رقم له ۲۰۱۷م کال راهيسي ساری نه لري. په ۲۰۲۲ کال کي د هغو شمير ۷۰ وو.

د کلارا بيونګر له پاره دغه ارقام حيرانوونکي نه دي. د اروپايي ټولني د پناه غوښتني سختي پاليسۍ، د جرمنيد حکومت له خوا د مهاجرو د اخراج سختو مقرراتو او د  AfD ګوند برياليتوب ته په کتو سره بيونګر وويل: »دا د تعجب ځای نه دی چي راسيستان يا نژاد پالونکي په دا ډول يوې ټولنې کي ځانونه قوي احساس کړي، موجوده کرکه په عمل کي پياده او پر مهاجرو بريدونه ترسره کړي. 

GP/NZ/AG