1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په کرونا ککړو کوچنيو ذراتو باندي د مرطوبي هوا تأثير

۱۳۹۹ مرداد ۳۱, جمعه

په هوا کي کوچني موجود ذرات د کرونا ويروس پر شيوع باندي مهم رول لري. ساينسپوهان وايي چي که څه هم دهوا رطوبت دغه ذرات په هوا کي معلق پريږدي، خو په سرپټو ځايونو کي د هوا د رطوبت کمښت هم د بدن د پوست له پاره ښه نه دی.

https://p.dw.com/p/3hHkD
Mann beim Niesen
انځور: picture-alliance/dpa/PA/Jordan

په هوا کي کوچني ذرات کيدلای سي ساعتونه او ورځي پاته او د کرونا ويروس پر خپريدو باندي مهم رول ولري. هغه کوويد ۱۹ ساري مرض تر اوږدو فاصلو پوري له ځانه سره وړي.

په کرونا پانډمۍ کي د دغو مکروبي ذراتو د انتشار پرضد د يوې مؤثري ستراتيژي پيداکيدل، خصوصآ د راتلونکي مني او ژمي له پاره تعين کوونکې ده. ساينس پوهانو په هوا کي ددغو ذراتو د پاته کيدو په اړه ډير تحقيقات کړي دي.

د بنبين وانګ په مشري د کولمبيا د ميسوري پوهنتون يو ټيم په دې هکله تحقيقات کړي دي او د هغه نتايج يې د «فزيک سيالات»په مجله کي خپاره کړي دي. دغه ټيم وايي، چي رطوبت په هوا کي د کوچنيو ذراتو د ډير وخت  پاته کيدو اصلي عامل دي.

د دغه محقيقينو محاسبې ښکاره کوي چي په مرطوبه هوا کي د کوچنيو ذراتو پاتيدل تر متوسطي اندازې ۲۳ واره ډير دي. سربيره پردې رطوبت ددغه ذراتو پر حرکت باندي مهم رول لري. کوچني ذرات چي د مريض انسان د خولې څخه خارجيږي، کيدلای سي ويروسي، مايع، غوړ، پروتيني او مالګين ذرات وي.

په هره اندازه چي د هوا رطوبت لږ وي، دغه ذرات ژر تبخيريږي. په ۱۰۰ فيصده رطوبت کي هغه ذرات چي قطر يې د ۱۰۰ ميکرو متر سره معادل وي، يعني د ريګو د يوې دانې اندازه ولري، کولای سي مخکي تر دې چي پر مځکه ولويږي، د يو چا د خولې څخه تر ۱،۸ متره پوري ليري سي.

د ۵۰ ميکرو متر په قطر کوچني ذرات تر ۵ مترو پوري فاصله طي کولاي سي. خو کله چي د هوا رطوبت ۵۰ فيصده ته رسيږي، تر ۳ متره اضافه نه ځي.

د هوا لږ رطوبت د کوچنيو ذراتو د لږ خپريدو سبب کيږي. خو ساينس پوهان وايي، چي بيا لږ رطوبت تنفسي مشکلات رامنځته کوي.

د مثال په ډول په هغه خونه کي چي د هوا رطوبت لږ دي، د بدن پوست ژر وچيږي او سړي د نورو امراضو په مقابل کي حساس کيږي. نتيجه داچي په سرپټي ځاي کي تر ۴۰ فيصده کم رطوبت نور مشکلات رامنځته کوي.

تر اوسه پوري په معلقه هوا کي د کوچنيو ذراتو د پاتيدو په مقابل کي مؤثره حل لار نه سته. په همدې دليل د جرمني د اقليم ساتني سازمان توصيه کړې ده، چي د مکتب د تفريح په هر زنګ کي کړکي کاملأ خلاصي سي او هغه هم تر ډيره وخته پوري.

دغه سازمان لارښوونه کوي، چي په هرو ۴۵ دقيقو کي بايد يو وار کلکينان خلاص سي، او يوازي نيم خلاصيدل يې کفايت نه کوي.

زموږ له آرشیف څخه: