1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان خوشبين دی چې ډېر ژر به د کرونا واکسين ولري

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

د آلمان د روغتيا وزیر خوشبينې څرگنده کړې چې هيواد به يې په راتلونکو څو مياشتو او راتلونکي کال کې مطمئناً د کرونا واکسين ولري. خو نوموړي په عين حال کې په ځوانانو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو له زياتېدو څخه خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/3gtSQ
Coronavirus Impfstoff Symbolbid
انځور: picture alliance / NurPhoto

د روغتيا وزير ينز شپان د پنجشنبې په ورځ وويل چې هغه په نزدې راتلونکي کې د واکسينو د درلودو تمه لري. نوموړي د آلمان له دويم تلویزيون سره په خبرو کې وويل: «زه خوشبين يم چې په راتلونکو مياشتو کې او په راتلونکي کال کې خو مطمئناً کیدای شي د کرونا واکسين ولرو.» خو نوموړي د واکسين د چمتو کیدو دقيقه موده ونه ښووله.

شپان په دې ترڅ کې زياته کړه: «يوه خبره چې زه یې کولی شم داده چې د ټولو هغو څېړونکو، ساينس پوهانو او عامه وگړو چې په گډه یې کار وکړ، د زيار له وجې موږ ښايي د بشريت د تاريخ تر ټولو چټک جوړ شوی واکسين ولرو.»

شپان دا څرگندونې د روبرت کوخ انستيتويت تر هغه رپوټ وروسته کړي چې پکې ادعا شوې وه چې ښايي آلمان به د سږ کال په مني کې د کرونا واکسين چمتو کړي. خو د دغه انستيتويت له خوا وروسته وويل شول چې دغه رپوټ یې تازه نه دی او سهوتاً نشر شوی وو. د آلمان د څيړنو وزیرې انيا کارليشيک مخکې ويلي ول چې آلمان به د کرونا واکسين د راتلونکي کال تر نيمايي پورې ولري.

شپان همدا راز د روسیې له خوا د کوويد – ۱۹ واکسين په اړه انديښنه څرگنده کړه. شپان وويل چې روسیې په کافي اندازه پراخه آزموينې ترسره کړي نه دي او دا چې د واکسين په اړه ډېر لږ معلومات ورکړل شوي دي.

په سترو محفلونو کې له گډونه بايد ډډه وشي

د روغتيا وزير په عين حال کې په آلمان کې په ځانگړي توگه په ځوانانو کې د کرونا ويروس د خپريدو په اړه انديښنه څرگنده کړه.

شپان وويل: «تر کومه حده چې په روغتونو کې د عاجلو بسترونو او د عامې روغتيا د خدماتو خبره ده، په اوس وخت کې یې موږ اداره کولی شو.»

خو نوموړي خبرداری ورکړ: «موږ په تیرو څو میاشتو کې وليدل چې کرونا ډېر ژر پرمختگ کولی شي.» شپان وويل مهمه ده چې ښوونځي، وړکتونونه او تجارتونه په نورمال ډول بيرته فعاليت پيل کړي خو په «ستر محفلونو« او د مثال په توگه په لوبغالو کې د په زرونو کسانو له راټوليدو بايد ډډه وشي.

د روبرت کوخ انیستيتويت د معلوماتو په حواله په آلمان کې د ۱۴۴۵ نويو مثبتو پېښو سره په کرونا د ټولو مبتلا شویو شمير ۲۱۹ زرو او ۹۶۴ کسانو ته لوړ شوی دی. د کرونا له وجې د مړو شويو شمير بیا ۹۲۱۱ ته رسيدلی دی.

bs/nz (dpa, Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: