1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د کرونا واکسين تجارتي خرڅلاو پيلیږي

۱۴۰۰ فروردین ۱۳, جمعه

د پاکستان يوه شخصي شرکت اعلان کړی دی چې له حکومت سره د بيو د لانجې تر هواريدو وروسته د کرونا واکسين د خرڅلاو چارې یې تنظيم کړي دي. پاکستان هم اوس د کرونا ویروس د درېمې څپې سره لاس او ګريوان دی.

https://p.dw.com/p/3rWXY
COVID-19-Impfstoff Sputnik-V
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

په دې توګه به پاکستان د نړۍ لومړی هيواد وي چې سړی پکې په شخصي توګه واکسين رانيولی او تطبیقولی شي.

د «ای جي پي» د درملو شرکت د تجارتي طرحو او چارو مشر عمير مختار وويل: «ټولې چارې تنظيم شوي دي او موږ د جمعې په ورځ د واکسينو په خرڅلاو لاس پورې کولو ته چمتو يو.»

دغه شرکت د روسیې د سپوتنک ۵ واکسين لومړي ۵۰ زره دوزه لا تيره میاشت وارد کړي دي.

ويل شوي چې واکسين له حکومت سره د واکسين بيې پرسر لانجې له کبله پاکستان ته تر رسيدو وروسته په کراچۍ ښار کې ساتل شوی دی. په لومړی سر کې حکومت، سپوتنک واکسين ته په پاکستان کې د دوو ډوزو له پاره ۸۴۴۹ کلداري ثابته بيه ټاکلې وه چې دا ۵۴ ډالر کیږي.

خو د «ای جی پي» شرکت دا بیه په دې دليل رد کړې وه چې واکسين یې په لوړ بيه وارد کړی او دا ورته ګټه نه کوي.

Pakistan Corona-Pandemie Peshawar
پاکستان هم دمګړۍ د کرونا ویروس د دريمې څپې سره مخ دیانځور: Hussain AliPacific Press Agency/imago images

عمير مختار وویل چې هر وګړی دا واکسين د حکومت له خوا منظور شويو روغتيايي مرکزونو څخه ترلاسه کولی شي.

خو د پاکستان د ساينس او تکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د روسیې سپونتيک واکسين بيه تر اوسه ټاکل شوې نه ده. هغه زياته کړه چې حکومت به د خپل ۹۸ سلنه نفوس له پاره د واکسيناسيون زمينه برابره کړي.

اړونده موضوع:پاکستان د کرونا واکسین ملي پروګرام پیل کړ

د شخصي واکسيناسيون اجازه به هغو کسانو ته ورکول کيږي چې نه غواړي عمومي واکسين ته انتظار وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان شفافيت بنسټ «ټي آيي پي» له حکومته غوښتي ول چې پر خپله پريکړه غور وکړي ځکه چې د واکسين بیه ډېره لوړه ده او دا به پر شخصي روغتونو د حکومتي واکسين د خرڅلاو زمينه برابره کړي چې دا به بيا «د اختلاس د رامنځته کیدو باعث» شي.

پاکستان په فيبرورۍ میاشت کې د زينوفارم واکسين په کارولو سره چې د چين د دولت له خوا تحفه شوی وو، په واکسيناسيون لاس پورې کړ.

ب. ص/ ن.ز (dpa)