په پاکستان کې ترافیکي پیښې ۱۹ کسان وژلي
۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبهاعلان
د فرانس پرس خبري آژانس د پولیسو د یوه جگپوړي چارواکي افضل احمد خوصه، له قوله لیکلي دي چې دغه پیښه د پنجاب ایالت په ټهیکري وال، نومې سیمه کې د «تیز رفتارۍ او بې غورۍ» په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي چارواکي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې په دغه پیښه کې «د دوو ماشومانو په شمول ۱۹ تنه وژل شوي دي.»
ډاکټر نعیم هاشمي چې د پیښې ځای ته څیرمه د فیصل آباد په ښار کې په یوه روغتون کې کار کوي فرانس پرس ته ویلي دي چې په پیښه کې ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي چې درمنله یې کیږي. د هغه په خبره د دوو تنو وضعیت خراب دی.
په پاکستان کې د سړکونو خراب حالت، په نامه سمه توگه ترمیم شوي موټر او بې غوره موټر چلونه هر کال د زرونو کسانو د وژل کیدو سبب گرځي.
د پاکستان د رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۱۳م کال کې په ترافیکي پیښو کې تر ۴۶۰۰ کسان وژل شوي دي.