په پاکستان کې ۱۳ یاغیان او یو پولیس وژل شوی دی
۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبهاعلان
دغه چارواکي چې جاوید خان، نومیږي ویلي دي چې برید د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د خورم سیمې په منګارو پوځې پوستې کې رامنځ ته شوي دي.
د دغه چارواکي په خبره د برید له کبله د امنیتي ځواکونو په منځ کې مرګژوبله نه ده رامنځ ته شوې. هغه ویلي دي چې برید کوونکي تر ځپل کیدو وروسته افغانستان ته تښتیدلي دي.
افغانستان او پاکستان یو له بل سره ۲۲۵۰ کیلومتره پوله لري. یاغیان ډیر وخت له یوه هیواد څخه بل هیواد ته اوړي او بریدونه ترسره کوي. ډیر وخت خبریالان پولې ته نزدې سیمو ته نه شي تلای.
له بلې خوا چارواکو ویلي دي چې په یوې بلې پیښې کې پیښور ته نزدې د یوې چاودنې له کبله یو تن پاکستاني پولیس وژل شوی دی.