په پاکستان کي د CIA بندي مامور د پيسو په بدل کي خوشي سو
۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبهريمنډ ډيوس د جنورۍ د مياشتي د ۲۷ نېټې را په ديخوا په زندان کي وو، دده د نيوني څخه وروسته د امريکا او پاکستان اړيکي ډيري ترينګلي سوي وې.
د پنجاب د عدليي وزير رانا ثناء الله وويل چي نن د چهارشنبې په ورځ لومړی هغه په محکمه کي د دوو کسانو په وژنه تورن سو چي بيا وروسته د وژل سوو کسانو کورنيو د پيسو په بدل کي و بخښی.
د لکپت کوټ د زندان سرپرست چوهدري مشتاق وويل، چي ډيوس د امريکايي قونسلګرۍ چارواکو ته ورسپارل سوی دی.
خو د بلي خو د وژل سوو کسانو مدافع وکيل اسد منطور وايي چي د چارواکو لخوا د وژل سوو کسانو په کورنيو باندي دا پريکړه په زور منل سوي.
هغه زياته کړې چي تيره شپه چارواکو د وژل سوو کسانو د کورنيو څه کسان د ځان سره برمته کړي ول.
د وژل سوي کس فهيم ورور عمران حيدر تر نن ( چهارشنبي) سهاره پر دې خبره ټينګ ولاړ وو چي موږ د پيسو په مقابل کي هيڅ ډول جوړ جاړي ته تيار نه يو.
د پاکستان د سماء تلويزون په يو خبر کي ويلي چي، د وژل سوو کسانو کورنيو ته ۴،۳۵ ميلونو ډالره تاوان ورکړل سوی، او د کورنيو ځينو کسانو ته يې د امريکا ويزې ورکړي دي.
د جيو تلويزون خبر ورکوي چي، ډيوس د پاکستان څخه د يوې امريکايي الوتکي په واسطه په افغانستان کښي د بګرام د هوايي اډې پر لور الوتی دی.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل