CIA په افغانستان کي پټ جنګي ځواک جوړ کړی
۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبهنوموړي امريکايي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي د فرانس پرس د خبري آژانس سره خبري وکړي، د متحده ايالاتو د يو مشهورژرونالست، Bob Woodward په يو نوي کتاب کي د نوموړي مليشه يي ځواک چي د« تروريزم ضد د څارني تيمونو» په نوم معلومات تصديق کړل.
دغه امريکايي چارواکي يادونه وکړه:« دا د افغانستان يو ډير تکړه جنګي ځواک دی او په افغانستان کي د ثبات په ټيګيښت کي مهمه ونډه اخيستې ده.»
د واشنګتن پست ورځپاڼي د رپوټ له مخه چي د نوموړي کتاب څخه يي خپل معلومات ترلاسه کړي دي، دغه 3000 کسيز جنګي ځواک د CIA له خوا جوړ سوی او د خاصو عملياتو د ترسره کولو دپاره روزل سوي دي.
د Woodwardپه کتاب کي « د اوباما جګړي» دا هم راغلي دي چي د افغانستان دغه خاص رزول سوی ځواک، ځکه په لومړي سر کي په ګاونډي هيواد پاکستان کي په پټو عملياتو بوخت دی، چي هلته د القاعدې او طالبالنو غړي د ترهګري دپاره پلانونه جوړوي او په نوموړي هيواد او د افغانستان په دننه کي يې پلي کوي.
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما د خپل رياست د پيل څخه په افغانستان کي د جګړې د برياليتوب دپاره د پاکستان په دننه کي د زورپالونکو د پناه ځايونو د له منځه وړلو په موخه پټ عمليات تند کړي چي، په هغو کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو هوايي ببمارۍ هم شامل دي.
د متحده ايالاتو حکومت دغه راز د پاکستان پر پوځ باندي هم فشار ډير کړی تر څو په قبايلي سيمو کي د طالبانو او د هغوی د همکارو ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي.
د CIAترلارښوني لاندي ددغه افغان جنګي ځواک د فعاليتونو بربنډیدل په يقين سره د واشنګټن او اسلام آباد او دغه راز د افغاستان او پاکستان تر منځ ستونزمني اړيکي نوري هم ترینګلي کړي.
په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شتون او په قبايلي سيمو کي د بې پيلوټه الوتکو حملو په پاکستان کی د متحده ايالاتو په وړاندي حساسيتونه زيات کړي دي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل