1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړیواله کچه په منځني ختیځ کې د اوربند غوښتنه

۱۴۰۳ مهر ۱۵, یکشنبه

د اسرائیل پر خاوره د حماس د ترهګریز برید یو کال پوره کیدو ته یوه ورځ پاتې ده. د المان صدراعظم د اوربند د ټينګښت او «دوو دولتونو» د حل لارې غوښتنه وکړه. د بریتانیې لومړي وزیر هم په منځي ختیځ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4lSbQ
د المان صدراعظم اولاف شولځ د المان د یووالي ورځې په مناسبت
د المان صدراعظم اولاف شولڅ په منځني ختیځ کې د اوربند غوښتنه وکړهانځور: Chris Emil Janßen/Pool/Getty Images

د اسرائیل پر خاورې د حماس ډلې د ترهګریز برید لومړنۍ کلیزې ته یوازې یوه ورځ باقي پاتې ده. د المان صدراعظم اولاف شولڅ د اوربند د ټينګښت او «دوو ملتونو ته د دوو هیوادونو» د حل لارې غوښتنه وکړه.

اولاف شولڅ د یکشنبې (د اکتوبر میاشتې ۶ نیټه) په ورځ وویل چې د المان حکومت «په جدي ډول د اوربند ملاتړ جاري ساتلی دی چې اوس باید عملي شي.»

نوموړي په منځني ختیځ کې د کړکیچ او پوځي نښتو ډیریدو ته په اشارې سره اعتراف وکړ چې «پر اسرائیل د حماس د تروریستي حملې په لومړی کلیزه کې، سولې یا حتی روغې جوړې ته لاس رسي د بل هر وخت په پرتله لیري ښکاري.»

د المان صدراعظم په سیمه کې د «یو لویې جګړې د خطر» خبره وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت یې له خپلو نړیوالو متحدینو سره د تشنج د لا زیات پراخیدو د مخنیوي په خاطر له ډیر نږدې څخه په تماس کې دی.

نوموړي په دې وروستیو ورځو کې په لبنان کې د اسرائیلي پوځ د عملیاتو پراخیدو ته په اشارې سره وویل: «په تیرو څو ورځو کې دا کار اسانه شوې نه دی، له همدې امله مونږ په ګډه کوښښ کوو څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې داسې یوه لویه جګړه په منځني ختیځ کې رامنځته نه شي.»

د اسرائیل هوایي بریدونه د لبنان په پلازمېینه بیروت کې
د لبنان د ضاحیه سیمه کې خلک د اسرائیل له بمبارۍ څخه د تیښتې په حال کې ديانځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

شولڅ یو وار بیا د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه د اسرائیل پر خاوره د حماس د خونړي برید له کبله پر دغې ډلې انتقاد وکړ. هغه وویل چې اسرائیل ته د خپل سفر او د حماس د جنایتونو چې «تر زرو ډیر اسرائیلیان یې په وحشیانه ډول ووژل» له لیدلو څخه د یوه کال په تیریدو سربیره، اوس هم هغه ویرونکي انځورونه یې له ذهن څخه نه پاک کیږي.

د بریتانیا لومړی وزیر

د بریتانیې لومړي وزیر کیر سټامر هم د یکشنبې (د اکتوبر ۶ نیټه) په ورځ په منځني ختیځ کې د اوربند غوښتنه او پر دواړو خواو له زغم څخه د کار اخیستنې غږ وکړ. نوموړي په «سنډی ټایمز» ورځپاڼه کې د یوه یاداشت په لیکلو سره ویلي دي: «اسرائیل او منځنی ختیځ زمونږ د ملت له تاریخ څخه نه جلا کیږي. هغوی زمونږ له څو فرهنګي ټولنې سره ژور پیوند لري.»

نوموړي د «ایران د تیري» په مقابل کې له اسرائیلو څخه د بریتانیې پر ملاتړ ټینګار وکړ، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې« یوه بل نسل ته به په تاوان رسولو، یتیمولو او بې کوره کولو سره یوه بهتره راتلونکې ترلاسه نه شي.»

ملګري ملتونه

بل لور ته د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په یوه اعلامیه کې د حماس ترهګرې ډلې په غندلو سره، د غزې په تړانګه او لبنان کې په بیړه د «تاوتریخوالي او ټکان ورکونکي وینې توېدنې» د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

ګوتېرش د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې برید ته په اشارې سره وویل: «دا هغه ورځ ده چې نړیوالې ټولنه باید په ډیر لوړ غږ سره د حماس د ناوړه کړنو، د هغو له جملې څخه د اتباعو د یرغمل نیونې غندنه تکراره کړي.»

نوموړي «بې له قید او شرط څخه په عاجل ډول د یرغمل شوو د ازادولو» د غوښتنې ترڅنګ، له حماس څخه وغوښتل چې د نړیوال سره صلیب کارمندانو ته اجازه ورکړي چې له دغو یرغمل شوو کسانو سره وویني. حماس د تیر کال په برید کې ۲۰۱ کسان له ځان د یرغمل په توګه د غزې تړانګې ته انتقال کړل.

له دې ډلې ۹۷ کسان اوس هم له حماس سره بندیان دي چې د اسرائیلي پوځ په وینا ۳۳ تنه یې نور ژوندي نه دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل