1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنهآسیا

په میلیونونو افغان ماشومانو ښوونځیو ته له تګه پاتې دي

۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبه

نړیوال بانک ویلي دي چې د تعلیم په سکتور کې پر ډیري پانګونې سربیره په زرونو ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري او د اټکل له مخې ۳،۷ میلیونه هغه ماشومان چې بايد ښوونځيو ته ولاړ شي همداسي پاتې دي.

https://p.dw.com/p/3jcGe
Afghanistan Jalalabad Kinder gehen zur Schule
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د نړیوال بانک دغه رپوټ په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د افغان حکومت د استازو او طالبانو ترمنځ په قطر کې مذاکرات روان دي. په فيبرورۍ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تر یوه توافق رامنځ ته کیدو وروسته دغه خبرې اترې د افغانستان د راتلونکي له پاره مهمې گڼل کیږي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د کابل په اطرافو کې د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې ۱۷۰۰ زده کوونکي مناسب ټولګي، د څښاک پاکې اوبه او تشنابونه نه لري.

د الله ګل مجاهد لومړني ښوونځي مدیر فضل رحیم یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې د کابل په ختیځ کې دغه ښوونځی یوازې شپږ معلمان لري او د څو ټولګیو زده کوونکي په یوه ټولګي کې راټولوي، څو یو معلم ورته تدریس وکړي. هغه تر شپږو کلونو هلو ځلو وروسته هم په دې نه دی توانیدلی چې د تعلیم او تربیې وزارت یا د حکومتي چارواکو توجه دې راواړوي چې د زده کوونکو د زده کړو د مناسب چاپیریال له پاره په ښوونځي کې ټولګي زیات شي، باتجربه معلمان او کافي کتابونه ولري.

Afghanistan - Schule - Mädchen
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

فضل رحیم، اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی [شاګردان] په آزاده فضا کې زده کړې کوي. موږ کافي خیمې نه لرو چې هغوی ته د زده کړو له پاره مناسب ځای برابر کړو، خو پر دغو ټولو ستونزو سربیره موږ هڅه کوو چې هغوی ته یو څخه د زده کړې زمینه برابره کړو.»

د افغانستان له پاره د نړیوال بانک مسئول هینري کیرالي، په یوه بلاګ کې لیکلي دي چې په دغه جګړه ځپلي هیواد کې پر ننګونو سربیره د تعلیم په کیفیت کې ښه والی راغلی دی. د هغه په خبره په ښوونځیو کې د شاملو شوو زده کوونکو شمیر چې په ۲۰۰۳م کال کې ۳،۸ میلیونه وو، په ۲۰۱۷م کال کې ۶،۳ میلیونو وو. 

د افغانستان د تعلیم او تربیې وزارت ویاندې نوریه نضهت، ویلي دي چې د ۳،۷ میلیونه ماشومانو له ډلې څخه چې ښوونځیو ته نه ځي، ۶۰ سلنه یې نجوني دي. د هغې په خبره جګړه، بې وزلي او محافظه پاله دودیزې عقیدې ښوونځیو ته د دغو ماشومانو د نه تګ لاملونه دي.

میرمن نضهت اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ۴۶ سلنه ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري: «اوسمهال د ۲۷۰۰ ښوونځیو ساختماني چارې ادامه لري، خو زموږ هدف د ۶۰۰۰ ښوونځیو له پاره د نوو ودانیو جوړول دي.»

د فضل رحیم په خبره کله چې شپږ کاله دمخه د الله ګل مجاهد، ښوونځی پرانیستل شو د پارلمان غړو له ښوونځي سره د لسو خیمو او ۱۷۰ څوکیو او میزونو مرسته وکړه. د هغه په خبره دوه کاله وروسته د تعلیم او تربیې وزارت نورې لس خیمې او ځیني پلاسیتکي فرشونه ورکړل. د هغه په خبره له دې وروسته هیچا له ښوونځي سره کومه مرسته نه ده کړې.

Afghanistan Local Hero Ustad Khazan Gul (Bildergalerie)
انځور: DW/N. Matoonwal

د افغانستان د تعلیم او تربیې وزارت په خپله انټرنټ پاڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې تر ۵۰۰۰ زیات ښوونځي د استفادې وړ ودانۍ، چاردیوالي، د څښاک پاکې اوبه او تشنابونه نه لري.

په کابل کې د ۱۲مې تعلیمي حوزې مسئول ناصر احمد ملا زاده، ویلي دي: «د تعلیم له پاره مهم عناصر ودانۍ، تجربه لرونکي استادان او اړونده مواد دي، که چیرې موږ ودانۍ و نه لرو دغه دوه عناصر ځایه کیږي.»

د تعلیم او تربیې وزات د انټرنټ پاڼې د معلوماتو له مخې په تیرو دوو کلونو کې تر ۴۵۰ زیات ښوونځي تړل شوي او یا ورته زیان اوښتی دی، چې په پایله کې ۳۰۰ زره زده کوونکي له تعلیمه پاتې شوي.

کیرالي په خپل بلاګ کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی دی لیکلي دي چې په ښوونځیو کې شامل شوي زده کوونکي ډیر څه ځکه نه زده کوي، ځکه چې تر یوه حده معلمان اړین مهارتونه او پوهه نه لري. د هغه په خبره د ۲۰۱۳م کال ارقام ښيې چې ۹۳ سلنه هغه افغان ماشومان چې لس کاله عمر لري او تر ابتدایي ښوونځي فارغ شوي ساده متن نه شي لوستلی. د هغه په خبره دغه څه د سویلي آسیا له اوسط څخه لوړ دی چې ۵۹ سلنه دی.

نړیوال بانک وایي چې افغانستان باید خپله حکومتولي د تعلیم په برخه کې د بودجې په لګښت کې د شفافیت رامنځ ته کولو، معلمانو د جذبولو او د وړتیا له مخې پر دندو ګمارلو سره غښتلي کړي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب