1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کې يو ښوونځی سوځول شوی

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې نامعلومو کسانو په تخار ولايت کې د شپې له خوا يوه ښوونځي ته اور اچولی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تمه کيږي په افغانستان کې د کرونا له وجې له تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيستل شي.

https://p.dw.com/p/3gsiE
Karte Afghanistan Provinz Takhar Deutsch
انځور: DW

د چارواکو په حواله د تالقان د ابو عثمان تالقاني په دې ښوونځي کې تر ۲۰۰۰ زيات شاگردان زده کړې کوي.

د ښوونې او روزنې وزارت ويلي دي چې شپږ درسي او درې اداري خوني په بشپړه توگه سوځيدلي دي چې پکې کتابونه، اسناد او کمپيوترونه هم سوځيدلي. د چارواکو له خوا ويل شوي: «موږ د دې پېښې عاملين د علم او پوهې او د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي دښمنان گڼو.»

د پوليسو له خوا ويل شوي دي چې د پلټونکو يوې شریکې ډلې د پېښې په اړه تحقيقات پيل کړي دي. په دې اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې په پېښه کې څومره کسانو لاس درلود.

تخار د افغانستان په ناامنه ولايتونو کې شميرل کيږي چېري چې تل د زياترو ولسواليو پر سر د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نخښې ترسره کيږي. نورې وسله والې ډلې هم د ولایت امنيت گواښي.

په تخار کې د ښوونځي د سوځولو دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې انتظار کیږي په افغانستان کې د کرونا ويروس له کبله له پنځوو مياشتې راهيسې تړل شوي ښوونځي يوه اوونۍ وروسته بيرته پرانيستل شي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د کلنې رپوټ په حواله په افغانستان کې دمگړۍ ۳،۷ ميلیونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي او په ښوونځيو کې د شاملو ماشومانو يوازې ۵۴ سلنه یې لومړی ښوونځي سر ته رسوي.

bs/nz (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: