په لغمان او باميان کي ۶ کسان د لامبو پر وخت ډوب سوي
۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبهد سه شنبه په ورځ څلور ځوانان د لغمان ولايت په قرغه يي ولسوالۍ کي په يوه وياله کي د لامبو پر وخت ډوب سوي دي. د طالبانو سيمه ايزو چارواکو په دغه ولايت کي د نوموړو ځوانانو د مړيني پيښه تائيد کړې ده.
«د بند امیر ملي پارک لیدلو ته نکاح خط غوښتل کيږي»
همدارنگه په ورته پيښه کي د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ دوه اوسيدونکي چي سره وروڼه وه، پس له هغه چي د تفريح له پاره بند امير پارک ته تللي ول، د لامبو پر وخت ډوب سوي دي. په باميانو کي سيمه ايزو چارواکو د دغو دوو ځوانانو د مړيني خبر هم تائيد کړی دی.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د هوا په گرميدو سره ډېر ځوانان هغو سيمو ته ځي چي د لامبو وهلو له پاره ځايونه لري. خو عمومي ننگونه داده چي ځيني کسان په لامبو کي ډېر مهارت نه لري او دا کار د دې سبب کيږي چي د اوبازۍ پر وخت ډوب سي.
«په یوه اونۍ کې ۵۰ زره کسانو له بند امیر لیدنه کړې ده»
د باميان ولايت اوسيدونکي محمدنسيم وايي چي «هرکال ځيني سيلانيان په بند امير کي د لامبو پر وخت ډوبيږي او د هغه علت په اوبازۍ کي د مهارت نه درلودل وي.»
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د باميان دغه اوسيدونکي وايي چي په بند امير کي اوبه ډيري ژوري دي او هغه کسان چي پکښي لامبي، بايد ښه اوبازي يې زده وي که نه نو ډوبيږي.
د ناصر په نامه د کابل اوسيدونکي په دې باور دی چي په وياله يا رود کي لامبو وهل د اوبازۍ د حوض په پرتله توپير لري او هغه کسان چي په حوضونو کي اوبازي کولای سي، بايد په ويالو کي د اوبازۍ پر وخت ډير احتياط وکړي، دا ځکه چي په حوضونو کي اوبه ولاړي وي او په ويالو کي بيا هغه جريان لري. د هغه په خبره ډيری وخت بې احتياېي د مړيني سبب گرځي.
GP/NZ/Adeli, Ghazanfar