1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

په فرانسه کې ټاکنې: ښی اړخه ګوند د ټاکنو لومړی پړاو ګټلی دی

۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبه

د مارين لوپين، د ملي شورا ګوند او متحدينو یې د فرانسې د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو ګټلی دی. خو دا لا روښانه ده چې آيا دا بلاک به د جولای میاشتې پر ۷مه نيټه د ټاکنو په دويمه پړاو کې قاطع اکثريت ترلاسه کړي او که څنګه؟

https://p.dw.com/p/4hiVH
د فرانسې د ښی اړخه ملي شوار ګوند د پارلمان د ډلې مشره
د فرانسې د ښی اړخه ملي شوار ګوند د پارلمان د ډلې مشره انځور: FRANCOIS LO PRESTI/AFP

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای لومړۍ نېټه) د فرانسې د کورنيو چارو وزارت له خوا د جاري کړل شويو شميرو په حواله، ښی اړخه بلاک چې د ملي شورا ګوند (آر ان) او متحدين یې پکې شامل دي، د فرانسې د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې یې ۳۳ سلنه رایې خپلې کړي دي.

کيڼ اړخه نوې «مشهوره جبهه» بلاک د ۲۸ سلنه رايو په اخیستو سره دويم او د منځني بلاک چې د ولسمشر ايمانويل مکرون، ګوند یې مشري کوي، ۲۰ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

دا نتايج تر انتخاباتو د مخه ترسره شويو نظر پوښتنو او د يکشنبې په ماښام تر ټاکنو وروسته د خپرو شويو لومړیو پایلو سره سمون لري. 

ناڅرګنده وضعیت

د لومړي پړاو پر ګټلو سربیره هم دا لا روښانه ده چې آیا ښی اړخه ملي شورا ګوند به راتلونکې يکشنبې د ټاکنو په دويم پړاو کې د فرانسې په ملي اسامبلۍ یعني په استازو مجلس کې قاطع اکثريت ترلاسه کړای شي او که نه.

په لومړي پړاو کې د ملي شورا ګوند بريا د يکشنبې په ورځ په پاريس او نورو ښارونو کې د هغو خلکو احتجاجونه پارولي دي چې په فرانسه کې ښی اړخ ته د واک له انتقاليدو څخه ويره لري. 

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

د يکشنبې ورځې د وخته مخکې ټاکنو اعلان ولسمشر ايمانويل مکرون، په جون میاشت کې د اروپا پارلمان په ټاکنو کې د ملي شورا ګوند په لاس د سترې ماتې خوړلو وروسته کړی وو.

د نوې «مشهوره جبهه» او مکرون د منځني ائتلاف مشرانو ويلي دي چې که چېرې د نورو ګوندونو کانديدان د ټاکنو په دویم پړاو کې د ملي شورا ګوند پر وړاندې ښه چانس لري نو دوی به خپل کانديدان له سيالۍ را وباسي.

د اروپا نورو ښی اړخه ګوندنو دا نتایج ستايلي دي

د اروپا د نورو ښی اړخه ګوندونو مشرانو ملي شورا ګوند پر بريا خوښي څرګنده کړې ده.

د ايتالیې مرستيال لومړي وزير ماتيو سالويني، چې د ښي اړخه ليګ ګوند مشري کوي، مارين لوپين، چې د دغه ګوند د پارلماني ډلې مشره ده او د ګوند مشر جوردن بارديلا، ته مبارکي ويلې ده.

هغه پر مکرون تور لګولی دی چې پر خلکو یې غږ کړی دی چې د يوې متحدې جبهې په جوړولو سره د دې مخه ونيسي چې ملي شورا ګوند د ټاکنو په دويم پړاو کې اکثريت ترلاسه نه کړي.

د هسپانيا د ووکس ګوند مشر سانتياګون اباسکل، د ټاکنو پايلې «د فرانسې د خلکو له پاراه د هيلو، آزادۍ او امنيت بريا بللې دي.»

په پرتګال کې د شيګا ګوند څخه اندرې ويتورا، ادعا کړې ده چې «اروپا راويښه شوې! چې ژر به، په پرتګال کې هم د همدې څه شاهدان واوسو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)