1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور ولایت کې غر ښویدنې د یوې کورنۍ ۷ کسان وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې، د غر ښویدنې یوې دردونکې پیښې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي دي. سیمه ایېزو چارواکو ویلي، د دغو کسانو په کور له غره ډبره غورځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4ePmn
Karte Afghanistan Provinz Ghor Deutsch
انځور له آرشیفانځور: DW

په سیمه کې ځایي چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په څلورمه) د غور په چارسدې ولسوالۍ کې شوې، چې یوه لوېه ډبره له غره ښویدلې اود شپې مهال د وژل شوې کورنۍ په کور غورځیدلې ده.
دغې ډبرې غورځیدو کور په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د کورنۍ ټول ۷غړي یې وژلي دي. په دغې خبرپاڼه کې د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د غره ښویدنې لاملونه
د افغانستان په غرنیو سیمو کې تل د ځمکې او غر ښویدنې د پیښیدو ګواښونه ډیر دي، په ځانګړي ډول د پسرلي په مهال چې د غرونو واورې اوبه کیږي او ځمکه هم نرمه وي.
دغه واورې او بارانونه لامل کیږي چې خاوره نرمه شي او سترې ډبرې بې ځایه شي، چې له کبله یې دغه راز پیښې او په ژمي  کې د واورې ښویدنې پیښې رامنځ ته کیږي. 
په تیرې فبرورۍ میاشت کې د نورستان ولایت یوې غرنۍ ولسوالۍ کې غره ښویدنې لږ ترلږه ۲۱ کسان ووژل.