1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې د الاقصی روغتون ته نږدې ډزې شوي

۱۴۰۲ دی ۲۰, چهارشنبه

ملګري ملتونه وايي د غزې تراړې په مرکز دیرالبلح ښار کې د الاقصی روغتون ته څېرمه چې پکې یوازې درې ډاکټران کار کوي، درنه جګړه پیل شوې. بل لور ته د اسراییلو سترې محکمې غزې ته د خبریالانو د ازاد تګ راتګ غوښتنه رد کړه.

https://p.dw.com/p/4b3CY
Israeli attack on Al-Maghazi refugee camp in Gaza
الاقصی له روغتون مخهانځور: Ashraf Amra/AA/picture alliance

په غزه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو طبي ډلو همغږی کوونکي شان کیسي، له جګړې مخکې د الاقصی له روغتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي ول چې د روغتون ۷۰ سلنه کارکوونکو خپلې دندې پرېښې او سلګونه هغه ناروغان چې د تګ جوګه ول، له روغتونه تښتېدلي دي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د اونۍ په پای کې د الاقصی له روغتون څخه تقریبا ټول کارکوونکي او ډېری ناروغان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

او سمهال روغتون کې یوازې یو ډاکټر د ایمرجنسي برخې او دوه نور جراحي ډاکټران حضور لري او ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

سنتاکام: د یمن د حوثي یاغیانو ۱۸ ډرون او ۳ توغندي شنډ او له منځه وړل شوي

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې یا سنتکام، د چهار شنبې په سهار (د جنورۍ په ۱۰ مه) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې امریکایي او بریتانیایي ځواکونو د یمن د حوثي یاغیانو ۱۸ بې پیلوټه الوتکې او درې توغندي سره سمندر ته نیږدې شنډ کړي دي.

د سنتکام د معلوماتو له مخې، دا برید د سه شنبې په ماښام د (د جنورۍ په نهه نیټه)  د صنعا په محلي وخت ۹ بجې او ۳۰ دقیقې، د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ پر مهال شوی، خو بار وړونکو سوداګریزو کښتیو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.

د دغه راپور په جزئیاتو کې ویل شوي چې د اف /اې ۱۸ ډوله جنګي الوتکو په ګډو عملیاتو کې ټولټال ۱۸ ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې، دوه د کښتۍ ضد کروز توغندي او یو د کښتۍ ضد بالستیک توغندی شنډ او له منځه وړل شوي دي.

Start eines F18 Kampfjets vom Flugzeugträger USS Dwight D. Eisenhower
د اف /اې ۱۸ جنګي الوتکېانځور: Andrew Schneider/U.S. Navy photo/abaca/picture alliance

د سنتکام د معلوماتو له مخې، دا د نومبر له ۱۹ راهیسې په سره سمندر کې پر سوداګریزو بار وړونکو کښتیو باندې  د حوثیانو شپږ ویشتم برید دی.

 د جنورۍ په ۳ مه ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړ چې که خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي نو د پایلو مسوولیت به د دوئ په غاړه وي.

د ایران له ملاتړه برخمن حوثي ملیشو د غزې په جګړه کې له حماس ډلې د ملاتړ په لړ کې په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه زیات کړي دي.

حوثي یاغیانو ټینګار کړی چې ترهغې «به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې اسرائیل د غزې په تراړه کې شخړې نه وي بندې کړې.»

د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره، متحده ایالاتو له شلو څخه د ډیرو هیوادونو په ګډون یو نړیوال نظامي ایتلاف جوړ کړی دی.

د اسرائیلو سترې محکمې غزې ته د خبریالانو د ازاد تګ راتګ غوښتنه رد کړه

د اسرائیلو سترې محکمې د غزې تراړې ته پرته له خڼده د لاسرسي په اړه د نړیوالو رسنیو غوښتنه رد کړه. محکمې خپله پریکړه د امنیتي اندیښنو پر بنسټ کړې او ویلي یې دي چې هغه خبریالان چې غزې ته په خپلواکه توګه دننه کیږي، د ځای او یا د پوځي عملیاتو د نورو جزیاتو په افشا کولو سره د اسرائیلي پوځیانو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کولی شي.

محکمې همدا راز ټینګار کړی چې که څه هم دغه بندیز د مطبوعاتو ازادۍ ته اجازه نه ورکوي، خو د غزې په تراړه کې د «سخت امنیتي وضعیت« په پام کې نیولو سره دا «متوازن او مناسب» دی.

د محکمې په وینا بهرنیو او اسرائیلي خبریالانو ته به د پوځ له استازو سره د حماس تر کنټرول لاندې سیمو ته د تګ محدوده اجازه ورکړل شي.

آنالینا بیربوک منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې لبنان ته رسیدلې

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرهانالینا بیربوک منځني ختیځ ته د خپل سفر په دوام له اسرائیلو او مصر وروسته، اوس لبنان ته رسیدلې ده.

بیربوک به لبنان ته د خپل سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۰) په بیروت کې د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي او د لبنان د پوځ له قوماندان جوزف عون سره وګوري.

له لبناني چارواکو سره د بیربوک د خبرو اصلي تمرکز به «په سیمه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پایلو» په اړه وي.

Beirut Treffen Außenministerin Baerbock und Premierminister Najib Mikati
نوموړې اسرائیلو او مصر ته هم سفر کړیانځور: MOHAMED AZAKIR/REUTERS

جرمني او نورو لوېدیځو هېوادونو په ښکاره له ایرانه غوښتي چې د یمن د حوثي یاغیانو او د لبنان د حزب الله په ځپلو سره د منځني ختیځ په سیمه کې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ بیا د ایران له حکومته غوښتي چې «نور دې له دې ډیر دغې شخړه ته لمن نه وهي.»