په غزنې کې اربکي ځواکونه جوړیږي
۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبهټاکل شوې چې د افغانستان په ناامنه ولایت غزني کې د لومړي ځل لپاره اربکي ځواکونه رامنځ ته شي. په دغه لړ کې د غزني ولایت له یو شمیر مشرانو سره خبري او سلا مشورې پیل شوي دي.
اربکېان چې د محلي پولیسو په نامه هم یادیږي د دولت په چوکات کې دندې تر سره کوي. دغو ځواکونو ته وسلي او معاش دواړه د افغانستان دولت ورکوي.
د غزني امنیتي چارواکي وایي چې په لومړي ځل کې به ۱۲۰۰ سیمیز پولیس د ګیلان، اندړ، ده یک او قره باغ په ولسوالیو کې په دندې وګمارل شي.
د غزني د امنیې قوماندان، زړور زاهد، چې د ګیلان نا امنه ولسوالۍ ته د دغې لړۍ د پیل لپاره ورغلی وو له قومي مشرانو وغوښتل چې خپل هوښیار او روغ ځوانان په سیمیزو پولیسو کې د شاملېدو په موخه دوي ته ور وپیژني.
هغه د سیمې د مشرانو سره د لیدني پر مهال وویل چې د محلي پولیسو د جوړولو بهیر یو محلي بهیر دی او د هغوی د سیمي ځوانان به په کې شاملیږي.
دا په داسې حال کې دی چې د غزني د ګیلان د ولسوالۍ خلکو د اربکیو ځواکونو له جوړیدو سره موافقه نه لرله. هغوی ویل چې د زور پالو تر سخت اغیزې لاندي دي او نشي کولای چې خپل ځوانان سیمیزو پولیسو ته ور وپيژني. د هغو په وینا د دې کار په کولو سره به لا د یاغیانو له کواښ سره مخامخ شي.
په غزني ولایت کې چې له پلازمیني کابل څخه یو سل او دریش کیلومتره واټن لري په داسي وخت کې د سیمیزو پولیسو په جوړیدو لاس پوري کیږي چې ټاکل شوي د دغه ولایت امنیتي چاري هم د امنیت د لیږد په دوهم پړاو کې افغان دولت ته وسپارل شي.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش