په پکتيا کي محلي پوليسو دندي پيل کړې
۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبهبلخو د پکتيا ولايت اوسيدونکي بيا د محلي پوليسو د جوړيدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
څه موده وړاندې په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو داسي يوه طرحه وړاندي کړه ، چي له مخه به يې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کي په بيلابيلو سيمو کي له سيمه ايزو خلکو څخه محلي پوليس جوړ کړي.
په همدې لړ کي د پکتيا ولايت په يوشمېر ولسواليو کي اوس د محلي پوليسو د جوړولو چاري پيل سوي، د دغه ولايت د پټان په ولسوالۍ کي يو شمېر محلي پوليس چي تازه له زده کړو فارغ سوي او دندي يې پيل کړي وايي:
« موږ ته د نهو ورځو په موده کي د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا زده کړي راکړل سوي او اوس کولاى سو، چي په خوندي ډول د خپلي سيمي امنيت وساتو».
د چارو کارپوهان په دې نظر دي چي د نهو ورځو په اوږدو د يو عادي کس څخه پوليس جوړول ناممکن کار دی. د هغوی په خبره دا د اوبو پر سر د کرښو تيرول دي.
په همدي حال کي د پکتيا ولايت يو شمېر اوسيدونکي بيا د محلي پوليسو د جوړيدو په اړه بېلابېل نظرونه لري. يو شمېر يې د امنيت په راوستو کي پرځاى بولي ، خو ځيني خلک بيا د محلي پوليسو جوړيدو ته د شک په سترګه ګوري.
په سيمه کي د چارو کارپوهانو هم د محلي پوليسو جوړول د امنيت په راوستو کې ګټور نه بولي.
د هغوی په خبره په تېرو حکومتونو کي هم د محلي پوليسو بدي پايلي ليدل سوي او اوس هم له بې ثباتۍ پرته هيواد ته بل هيڅ نه سي کولای.
ځکه چي محلي پوليسو يا مليشو يوازي او يوازي پيسې او ځايي قوماندانان مهم دي هغوی نه د بل چا ساتنه کوي او نه يې هم کولای سي.
فريد الله ظاهر/ پکتيا
کتونکی: نجيب الله زيارمل