1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په سوډان کې د شنبې په ورځ اوربند مراعات نه شو

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

په سوډان کې درې ورځنی اوربند چې د پنجشنبې په ورځ تمدید شو، خو د شنبې پر ورځ ندی مراعات شوی. ویل کیږي په خرطوم کې د شنبې په سهار د هوايي بریدونو، د الوتکو ضد وسلو او توپونو غږونه اورېدل کېدل.

https://p.dw.com/p/4QiEP
د سودان پلازمینه خرطوم
د سودان پلازمینه خرطومانځور: Str/REUTERS

په دې توګه د سوډاني پوځ او د سيالې ډلې "چټک محافظت ځواکونو" د ملېشو ترمنځ وسله والې جګړې دریمه اوونۍ ده. دا په داسي حال کې ده چې لویدیځو حکومتونو تیره اونۍ د خپلو اتباعو او نورو بهرنیانو د ایستلو لړۍ پای ته ورسوله.

سوډان کې د جګړې ښکیلو اړخونو پر ۷۲ ساعته اوربند توافق کړی

پوځ او ملېشو د پنجشنبې په ورځ له نیمې شپې ورهاخوا د ۷۲ ساعتونو له پاره د اوربند د غځیدو اعلان وکړ. په سوډان کې جګړه د اپریل په ۱۵ پیل شوه او په دې توګه د ډیموکراسۍ د بیرته راستنیدو له پاره د لویدیځ هڅې ناکامې شوې.

سوډان: نښتې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي؛ د بهرنیانو د تخلېې هڅې روانې دي

له هغه وخته تر اوسه لږ تر لږه ۵۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۲۰۰ نور ټپیان دي او یو شمېر روغتونونه هم ویجاړ شوي دي. د سوډان د خلکو وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو پر حال روان دی. ډیری خلک په ندرت سره خواړه، د سونګ توکي او بریښنا لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یوازې د جګړې په لومړۍ اونۍ کې تر ۷۵ زرو ډېر کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. وسله والو نښتو ویره خپره کړې او په دارفور کې جګره ښايي یو ځل بیا پراخه شي.

طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د دوشنبې له ورځې راهیسې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د بېلابېلو توکمونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۹۶ کسان وژل شوي دي.

په ۲۰۰۳م کال کې، غیر عرب یاغیان د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د مرکزي حکومت پر ضد راپورته شول چې په ۲۰۲۰م کال کې، د سولې موافقه تصویب شوه. په دې جګړه کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان وژل شوي وو.

rtrd/si/hm