1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

سوډان کې د جګړې ښکیلو اړخونو پر ۷۲ ساعته اوربند توافق کړی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په سوډان کې د جګړې ښکیلو اړخونو د امریکا په منځګړتوب پر ۷۲ ساعته اوربند توافق کړی دی. په عین وخت کې لویدیځ هیوادونه د خپلو دیپلوماتانو او وګړو په ایستلو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/4QWXq
آرشیف: د سودان خرطوم ښار کي د جګړې له امله د اور لوګي لیدل کیږې
آرشیف: د سودان خرطوم ښار کي د جګړې له امله د اور لوګي لیدل کیږېانځور: Marwan Ali/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ماښام ویلي دي چې د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو پر یو ۷۲ ساعته اوربند توافق کړی دی. بلېنکن ویلي دي چې »چې د تیرو ۴۸ ساعتونو د سختو مذاکراتو وروسته د سوډان وسله وال ځواکونه او د چټګ ملاتړ ځواکونه د ټول هیواد په کچه د ۷۲ ساعتونو له پاره پر اوربند توافق کړی چې د اپریل د ۲۴ شپې له نیمایي څخه به نافذ وي.«

تر دې دمخه د نهو ورځې د جګړې په ترڅ کې درې وارې پر اوربند توافق شوی وو، خو یو یې هم په بشپړه توګه نه وو نافذ شوی.

په سوډان کې د سیاسي سیالانو ترمنځ د سختې جګړې له کبله د لویدیځ هیوادونه د خپلو دیپلوماتانو او وګړو په ایستلو بوخت دي، خو د بې دفاع ملکي سوډاني وګړو د ژوند د ژغورلو پروا هیڅوک نه کوي. خلک د جګړي تر اور لاندې اوبو، برېښنا او خوړو ته سخته اړتیا لري.

په سوډان کې په سوونو ملکي کسان وژل شوي دي

امريکا، فرانسې، بريتانيا، جرمني او يو شمېر نورو اروپايي او لوېديځو هېوادونو په سوډان کې د پوځي شخړې له خطره خپل وګړي ژغورلي او د ځانګړو الوتکو په واسطه يې له پلازمینې خرطوم څخه ايستلي دي. تر دې دمه آلمان په درې پروازونو کې له سوډان څخه ۳۱۱ آلماني وګړي ایستلي او د نورو پروازونو د ترسره کولو په هڅه کې دی.

د خپلو اتباعو د ژوند د ژغورلو لپاره د لويديځو حکومتونو هڅې او اسانتياوې په داسې حال کې دي، چې په سوډان کې روانه جګړه د هستوګنې سيمو ته غځېدلې او د دغه هېواد ډېری سيمي د اوبو او برېښنا له کمښت سره مخامخ دي. هغه ملکي وګړي چې د سوډان په اوسنۍ جګړه کې هیڅ ګناه نه لري، د ځان ساتلو له پاره بند پاتې دي.

آرشیف: له خرطوم ښار څخه خلګ د وتلو په حال کي
آرشیف: له خرطوم ښار څخه خلګ د وتلو په حال کيانځور: Ebrahim Hamid/AFP/Getty Images

له خرطوم څخه چې د شخړو مرکز دی، تېښته آسانه کار نه دی. سربیره پردې، ډیری خلک نه پوهیږي چې کومه لاره خوندي ده. له خرطوم څخه وتل په دښتو کې سفر ته ورته دی او یوازې پر څو لارو مصر ته تلل ممکن دي. خو د دې لارو خوندیتوب هم نه دی تضمین، تر ټولو مهمه دا چې د سوډان نږدې ټولو ګاونډیو هیوادونو کې وضعیت ورته خطرناک دی. په اریتریا، ایتوپیا او جنوبي سوډان کې هم په پراخه کچه کړاو او لوږه حاکمه ده.

د عکس له پاره: خلک د هرې ممکنې وسیلې څخه په ګټې اخیستو له پلازمېنې په وتلو دي

اوس مهال، ډیری سوډانيان په انټرنیټ کې د تیښتې د غورې لار موندلو په اړه مشورې کوي. ځینې ​​چې تښتیدلي دي په ټولنیزو شبکو کې د آسانې لارو په اړه معلومات تبادله کوي او یو بل ته د اړونده معلوماتو شریکولو غوښتنه کوي. یوه سوډانۍ میرمن چې مصر ته په خوندي توګه رسیدلې ویلي ېې دي چې له خرطوم څخه د مصر پولې ته د ۱۳ ساعته سفر د ټکټ بیه په دې وروستیو ورځو کې څلور چنده لوړه شوې ده.

له شمال څخه مصر ته د تېښتې لاره ډېره خطرناکه ده. په دې لاره کې څو پلونه، خنډونه او پوستې شته چې د جګړې ښکېلې خواوې د نیول شویو سیمو د کنټرول لپاره پکې ځای پر ځای شوي دي. يادې سوډانۍ مېرمنې پر ټوېټر ليکلي، چې د دوى لېږدونکى بس د اردو ځواکونو درې ځلې ودراوه اویوازې وروسته له هغه يې د سفر اجازه ورکړه، چې سرتېرو ډاډ ترلاسه کړ، چې ماشومان او بوډاګان په موټر کي شته.

حتی هغه څوک چې له پلونو څخه تیریږي نه پوهیږي چې آیا دوی واقعا کولای شي سوډان پریږدي که نه. سوډاني بالغان باید مصر ته د ننوتلو ویزه ولري؛ هغه څه چې یوازې په خرطوم کې د سفارت یا د وادي حلفا په سرحدي ښارګوټي کې د قاهرې قونسلګرۍ څخه ترلاسه کیدی شي. په ورته وخت کې، غیر سوډاني وګړي کولای شي پر پوله ویزې ترلاسه کړي.

ملګرو ملتونو په سودان کې هوایي بریدونه غندلي دي

د کډوالو د چارو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی دی چې څه باندې ۲۰ زره سوډانيان چاد هیواد ته تښتېدلي دي. د دغه هېواد د کډوالو په کمپونو کې هم وضعيت سم نه دی. د نوي راغلو کسانو په شمول، چاد د ۴ سوه زرو څخه د ډیرو سوډاني کډوالو او بې ځایه شویو کوربه دی نو ځکه خو د دې هیواد د عامه خدماتو او سرچینو پر سر هم ډیر فشار راغلی.

په خرطوم کې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو تر منځ وروسته له هغې نښتې پیل شوې چې د نړیوالو په منځګړتو شوی اوربند مات شو.

له خرطوم څخه انځورونه ښیې چې د ښار په شاوخوا کې لوګی پورته کیږي، او په شخړه ایزو سیمو کې د ملکي خلکو ژوند ستونزمن شوی. د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر وايي چې د تېرو څو ورځو په وسله والو جګړو کې لږ تر لږه ۴۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د ټپیانو درملنه هم آسانه کار نه دی ځکه چې په خرطوم او دارفور کې ۱۱ کلینیکونه او روغتونونه چې د جنرال حمدان د زیږون ځای دی د جګړې تر اور لاندې دی.

د نښتو په ترڅ کې د نړیوالو غیر دولتي مرستندویه موسسو پنځه کارکوونکي وژل شوي او دغه سازمانونه چې د سوډان د روغتیا په برخه کې مهم رول لوبوي، خپل کارکوونکي ېې خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. د بشردوستانه چارو د همغږۍ کولو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر په وروستي راپور کې راغلي: "د سوډان په کلیدي سیمو کې د نړیوالو او بشري سازمانونو د ملکیتونو او دفترونو لوټولو د مرستي هڅي له خنډ سره مخامخ کړې دي.

د سوډان په لویو برخو کې بریښنا قطع شوې، انټرنیټ او د تلیفون مسنجرونه بند دي. د بریښنا بندیدو له امله د څښاک د پاکو اوبو رسول هم اغیزمن شوي او د سوډان د روغتیا وزارت د کولرا په څیر ناروغیو د خپریدو پر وړاندې هم خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو دفتر وايي، ډېری سوډانيان له جګړې نه بلکې د اوبو له کمښت له امله تیښتي.

آرشیف: انځور کي لیدل کیږې چې د جګړو له امله خلګ له ښار د وتلو په حال کي دي
آرشیف: انځور کي لیدل کیږې چې د جګړو له امله خلګ له ښار د وتلو په حال کي ديانځور: El-Tayeb Siddig/REUTERS

د لوږې او قحطۍ خطر

په سوډان کې د خوراکي توکي رسول ورځ تر بلې ستونزمن کیږي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکوي چې روانو شخړو کې د اړتیا وړ توکو ته لاسرسی، د ماشومانو له پاره خواړه او د خوارځواکۍ مخنیوی ستونزمن بریښې. د ملګرو ملتونو دغه سازمان یادونه کړې چې حتی د شخړو له پیل څخه مخکې، په سوډان کې له اوو میلیونو څخه ډیرو خلکو د خوراکي توکو په مرستو پورې تړلي وو، آن د افریقا د نورو برخو څخه د یو ملیون کډوالو په شمول هغه کسان چې سوډان ته یې پناه وړې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام تر اوسه په سوډان کې د الوتکو له لارې خوراکي توکي ویشلي، خو اوس الوتنې نه لري. د لوږې فشار د دې سبب شوی چې د ملګرو ملتونو له یو ګودام څخه تر ۴۰۰۰ ټنو څخه ډیر خوراکي توکي غلا شي.

تر دې دمخه ملګرو ملتونو په سوډان کې د واک پر سر د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي وو چې جګړه پای ته ورسوي او لږ تر لږه یوې موافقې ته ورسېږي چې خلکو ته د اړتیا وړ خوراکي او بشري مرستو د دوام اجازه ورکړي.

د ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کې د عمر البشیر د حکومت له نسکوریدو وروسته د عبدالفتاح البرهان تر قوماندې لاندې پوځي ځواکونو په سوډان کې واک په لاس کې واخیست. په اردو کې د محمد حمدان دقلو تر قوماندې لاندې د "چټک ملاتړ ځواکونو" په نوم د نیمه پوځي ځواک ادغام د ملکي حکومت د جوړولو لi پاره یو له مهمو شرطونو څخه ګڼل کیده. که څه هم د ۲۰۲۱ کال په مني کې پوځي کودتا د سوډان د پوځ او د «چټک ملاتړ» ځواکونو ګډ کار و,، خو د دغو دوو ډلو ترمنځ کړکېچ په تېرو میاشتو کې په چټکۍ سره زیات شوی دی.

سوډان چې شاوخوا ۴۶ میلیونه نفوس لري او د تیلو او سرو زرو بډایه زیرمې لري، د افریقا د لویې وچې دریم ستر هیواد دی.