1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سره سمندرګي کې برید يوه بريتانوۍ کښتۍ زيانمنه کړې

۱۴۰۲ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

دا بريد د يمن د حديده ښار له لوېديځ څخه د ۵۷ سمندري ميله په واټن کې شوی دی. پر بريد سربیره هم کښتۍ وکولای شول له ساحې ځان وباسي او خپل سفر ته ادامه ورکړي..

https://p.dw.com/p/4c5NE
آرشيف انځور: په سره سمندرګي کې د امريکا د سمندری ځواک کښتۍ
آرشيف انځور: په سره سمندرګي کې د امريکا د سمندری ځواک کښتۍانځور: picture alliance/abaca

د بريتانيا د سمندري تجارت عملياتو (UKMTO) او د «امبرې» امنيتي شرکت په حواله د بريتانوي ملکيت يوې بار وړونکې کښتۍ په سره سمندرګي کې د بې پېلوټه الوتکې برید په ترڅ کې لږ زيان ليدلی دی.

دا بريد د يمن له حديده ښار څخه د ۵۷ سمندري ميله په واټن کې رامنځته شوی دی.  د «يو کې ام ټي او» په حواله دا کښتۍ چې د باربېدوس تر بیرغ لاندې چليږي، لږه زيانمنه شوې ده خو په دې ترڅ کې څوک ټپيان شوي نه دي.

د بريتانيا د سمندري تجارت عملیاتو ويلي دي چې د بريد تر مخه يوه کوچنۍ کښتۍ هم بيړۍ ته څېرمه ليدل شوې وه.

زياته شوې چې پر زيانمنېدو سربیره هم کښتۍ وکولای شول له ساحې څخه ځان وباسي او خپل سفر ته ادامه ورکړي.

د بريد تر شا ښايي د حوثيانو لاس وي

په داسې حال کې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې، خو پر دې سمندري لاره د يمن د ايران له ملاتړه برخمنو حوثي مليشو پر يو شمير کښتيو بريدونه کړي دي.

تيره مياشت امريکا متحده ايالاتو يو ځل بيا د حوثيانو ډله د نړيوال ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړه.

دا وسله واله ډله په غزه کې پر حماس د اسرائيل د جګړې په ځواب کې په سره سمندرګي کې پر کښتيو بريدونه کوي. حماس ډله هم د امريکا، اروپايي ټولنې آلمان او ځينو نورو حکومتونو له خوا د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

دې بريدونو د کښتيو تګ راتګ اخلال کړی دی او شرکتونه یې مجبور کړي دي چې خپلې کښتۍ د جنوبي افريقا په اوږدو کې وليږدوي چې دا د لارې د اوږديدو او همدا راز د ډېر لګښت په معنی دی.

امريکا او بريتانیا په يمن کې د حوثيانو پر تاسيساتو له بريدونو سره دې ګواښ ته ځواب ویلی دی څو سمندري لارې خوندي شي او د نور تیري مخه ونيوله شي.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب