1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

ایران غواړي د «دښمن» د سمندري ځواکونو حضور وننګوي

۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبه

د ایران د سپاه انقلاب مشر له «دښمن» سره د یوې احتمالي جګړې خبره کړې ده. نوموړي د کښتۍ چلونې په مهمو مسیرونو کې چې متحدین یې په کښتیو بریدونه کوي، اعلان وکړ چې له لیري او نږدې څخه به دښمن ته رسیدګي وکړي.

https://p.dw.com/p/4avhO
Hossein Salami | Kommandeur der Iranischen Revolutionsgarde
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د ایران د سپاه انقلاب مشر حسین سلامي، د شنبې په ورځ په بندر عباس کې [د فارس خلیج سویلي ښار چیرې چې د ایران سمندري ځواکونه مستقر دي] د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل: «نن مونږ په یوه تمام عیاره جګړه کې له غلیم سره مخامخ یو».

سلامي په دغو مراسمو کې د «ابو مهدي» په نوم د یوې بیړۍ او ۱۰۰ توغنديو توغوونکو دستګاو پرانیسته وکړه. که څه هم سلامي د کوم دښمن نوم یاد نه کړ، خو د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ۲۲ هیوادونو یو ائتلاف، په سره بحیره کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمن حوثي یاغیانو د بریدونو په مقابل کې د بیړیو د حفاظت له پاره، موافقې ته رسیدلي دي.

د ۲۰۲۳م کال له نومبر را په دیخوا د حوثیانو بریدونه له اسرائیل سره په جګړه کې د فلسطیني حماس ډلې پر ملاتړ دلالت کوي.

سلامي په یوه تلویزوني وینا کې ویلي چې د سپاه سمندري ځواکونو «د نړۍ سمندري ځواکونو د ننګونې له پاره، په تعرضي او دفاعي توان سره، روښانه پرمختګ لرلی دی».

د ایراني رسنیو د رپوټونو په حواله، د «البرز» په نوم د ایران جنګي بیړۍ د روانې میاشتې په لومړیو کې د کښتۍ چلونې د مسیر د خوندیتوب له پاره سرې بحیرې ته داخله شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح