په تخار او کندز کې چاودنو کابو شلو تنو ته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۹ شهریور ۲۶, چهارشنبهد تخار ولايت سیمه ایزو چارواکو د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۱۶) اعلان کړې چې د دغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې پر يو موټر سايکل د ځاي په ځاي شوي بمب له کبله دوه تنه ولسي وګړي وژل شوی او ۱۲ نور ټپيان شوی دي.
د تخارد پوليسو وياند خليل اسیر دویچه ویله ته وویل، چې دغه چاودنه د ګازو پلورنځي ته نږدی رامنځ ته شوې. د تخار پولیسو په خبره د دغه چاودنې په پايله کي د ګاز بالونونو هم اور اخیستې،چې د کلفګان ولسوالۍ په بازار کې له شلو ډير دوکانونه سوزيدلي.
اړونده موضوع:افغان حکومت په بین الافغاني خبرو کي اوربند لمړنی شرط بولي
په عین وخت کي د کندز ولایت چارواکو هم ویلي چې د طالبانو په یو بريد کي شپږ امنیتي سرتيرې وژل شوي. د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ويلي چې تيره شپه شا او خوا اته بجې د کندز په بندر کي طالبانو پر امنيتي ځواکونو او د دشت ارچي ولسوالۍ په خواجه غار سیمه کې بریدونه کړي، چې له کبله يې شپږ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوی. د مرادي په خبره په دغه نښتو کي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه پيښو مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دې اخيستې.
دغه نښتي او چاودنې په قطر کې د افغانستان حکومت د استازو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له پيل راهيسې رامنځ ته کیږې. تر اوسه د خبرو په بهیر کې پر اور بند او يا اور کم باندې کوم توافق نه دې شوې.