1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغیس کي د لرغونو آثارو د قاچاق اندیښني

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

په بادغیس کې د رپوټونو پر اساس خپل سري کیندني او د لرغونو آثارو قاچاق ډیر سوې. د دې ولایت فرهنګیان وايي چې په ژمي کي ځمکه نم لري نو کیندل یې نسبتاً آسانه دي ځکه ګڼ شمیر خلکو اوس د لرغونو آثارو استخراج ته مخه کړې.

https://p.dw.com/p/45pQe
Afghanistan Ghazni Provinz | Ausgrabungen
انځور: Ebrahim Mahdavi/DW

د بادغیس دهستان زوړ ښار، چیلانک غونډۍ، او د سینه اردو سیمه د دې ولایت هغه مشهور ځایونه دي چې ویل کیږې دا مهال خلک ترې لرغوني آثار په ناقانونه توګه را باسي.

د دې ولایت د فرهنګي چارو شنونکی، احمد احسان سرور یار وايي چې په تاسف سره دا مهال د بادغیس ولایت په هغه سیمو کي خپل سري کیندني رواني دي چې ډیر لرغوني آثار پکې شتون لري. د هغه په خبره، یاد آثار ثبت نه دي او کله چې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق سي موږ ېې د بیرته ترلاسه کیدو اقدام هم نسوو کولای نو ځکه خو دا ډیره اړینه ده چې د طالبانو مسؤولین په دې برخه کي هڅي ګړندۍ کړي تر څو موږ د فرهنګي پلوه لوی زیان ونکړو.

احمد احسان سرور یار دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «له ډیرې مودې را په دې خوا ځینې کسان په فردي او ځیني په جمعي ډول یا خو په شته سنتي وسایلو او یا هم د الکترونیکي دستګاوو پر مټ تر ځمکې لاندې د لرغونو آثارو د پیدا کولو هڅې کوي او د دې کار مخنیوی هم نه کیږې.»

عبد القدیر د بادغیس ولایت هغه اوسیدونکی دی چې د لرغونو آثارو د موندلو په موخه ځمکه لټوي او وايي موږ چې څه پیدا کړو په ټیټه بیه یې پر بومي سوداګرو پلورو هغوی بیا دا توکي ایران، پاکستان او نورو هیوادونو ته لیږی او هلته یې په ډیره لوړه بیه خرڅوي.

غزني: د لرغونو اثارو او ابداتو د بيارغولو هڅې

عبدالقدیر وايي: «زه د بیکارۍ له امله مجبور شوی یم چې دا کار وکړم، ځینې وختونه څه په لاس راځي خو ډیری وختونه د سهار تر ماښامه زحمت باسم ځمکې سورۍ کوم خو د ورځي په پاې کي خالي لاس کورته ستنیږم.»

بلخوا طالب چارواکي د لرغونو آثارو پر خوندیتوب ټينګار کوي. د بادغیس ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي بازمحمد سروري، دویچه ویله سره خبرو کي وویل چې دوی په دې برخه کي جدي مبارزه پیل کړي او تر اوسه یې په بادغیس کي نهه تنه د لرغونو آثارو قاچاقبر نیولې او د قانون منګولو ته یې سپارلي.

د سروري په خبره، اړونده ریاست یې په بادغیس کي د لرغونو آثارو د خوندیتوب په برخه کي پراخې هڅې پیل کړي او دا مهال یې د بادغیس هرې ولسوالۍ ته پنځه تنه استخدام کړي ترڅو د لرغونو توکیو د قاچاق مخنیوی وکړي. د هغه په وینا کلک هوډ موجود دی څو هیچا ته اجازه ورنکړل شي چې د هیواد ملي شتمنۍ په خاص ډول لرغوني آثار قاچاق کړي.

د یادوني وړ ده چې بادغیس د افغانستان په لویدیځ کي د لرغونو ولایتونو څخه بلل کیږې چې د خاورانو، نریمان، شاه مشعل او ملک اندر کلاوې یې مهمې تاریخي سیمي او هلته سلګونه داسې نور آثار شته چې لرغونتیا یې پیړیو مخکی ته رسیږې.

زموږ له آرشيف څخه: