1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايټاليا کي يو بس د پله له سره رالوېدلی؛ ۲۱ کسان مړه دي

۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبه

د ايټالیا ونیز ښار ته څېرمه د پله له سره د یو مساپر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي دي. د مړو په ډله کې دوه ماشومان او بهرني سيلانیان هم شامل دي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4X5ag
د ايټالیا ونیز ښار ته څېرمه د پله له سره د یو مساپر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې  ۲۱ کسان مړه شوي چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي
د ايټالیا ونیز ښار ته څېرمه د پله له سره د یو مساپر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي چې دوه ماشومان هم په کې شامل ديانځور: Vigili del Fuoco/Italian Firefighters/Handout/AA/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه بس د سه شنبې په ماښام (د اکتوبر ۳مه) له لس متره لوړ ځای څخه لاندې ولوېد چې بیا ېې اور واخیست.

د ونیز ښار د اور وژنې ادارې مشر لاورو لونګو، خبريالانو ته وويل چې «دغه بس پر شا راغی او ولوېد. تاثېرات ېې ځکه وحشتناک دي چې له لس متر لوړې څخه راولوېد.»

دغه بس د ونیز تاريخي ښار څخه د سيلانیانو د اوسېدو ځای ته بېرته د راګرځېدو په حال کې وو چې په ځایي وخت د ماښام پر ۷نیمو بجو دغه پيښه وشوه.

د ونیز ښاروال، لويجي بروګنارو، پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې «نن ماښام يوې تراژيدي زموږ ټولنې ته ټکان ورکړ» او دغه پېښه ېې ېوې «آخرزماني شيبې» ته ورته شیبه توصیف کړې ده.

ايټالوي چارواکو ويلي د دغې ترافيکي پېښې تلفات ځکه لوړ دي چې بس له لس متره لوړ ځای څخه لاندې راغورځېدلی
ايټالوي چارواکو ويلي د دغې ترافيکي پېښې تلفات ځکه لوړ دي چې بس له لس متره لوړ ځای څخه لاندې راغورځېدلیانځور: Claudia Greco/REUTERS

د ونيز والي، لوکا زایا (Luca Zaia) په دغه ترافيکي پېښه کې د لږ تر لږه ۲۱ کسانو مړينه او د زیات شمېرو نورو ټپي کېدل تائيد کړې دي. هغه زیاته کړه چې د یو شمير ټپيانو وضعیت نازک دی. والي دغه پېښه یوه «ستر ابعاد لرونکې تراژيديِ» وښوده.

د ونیز یو چارواکي مړه شوي کسان اوکرايني سيلانیان وښودل، خو ايټالوي خبري آژانس ANSA ويلي چې د آلمان او فرانسې اتباع هم پکې دي. چارواکو وويل چې په ټپیانو کې د درو اوکراينيانو او یو کروشيايي ترڅنګ، د آلمان او فرانسې اتباع شامل دي.

د ايټالیا صدراعظمې، جورجا ميلوني، د پېښې د قربانیانو له کورنيو سره خپل «ژور خپګان» ښودلی دی. هغې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د پېښې د رامنځته کېدو په تړاو د ونیز ښاروال او د (ترانسپورت) وزير سره په اړېکه کې ده.

mks/nz/(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب