1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

د ایټالیې پخوانی صدراعظم سیلویو برلسکوني ومړ

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د ایټالیې مخکښه سیاستوال اکثر وخت په یوه خوله نه وي. خو د سیلویو برلسکوني تر مړینی وروسته د هغه متحدین او هم مخالفین د ایټالیا په تاریخ کې د یوې مهمې دورې د پای ته رسیدو څخه خبري کوي.

https://p.dw.com/p/4STWL
Italien Ex-Ministerpräsident Silvio Berlusconi
انځور: Andrew Medichini/AP Photo/picture alliance

د ایټالیا سیاستوالو د خواشینۍ او غمشریکۍ په وړاندي کولو سره د پخواني صدراعظم سیلویو برلسکوني د مړیني په وړاندي غبرګون وښود. لکه څنګه چې د هغه یوه ویاند د کاتولیکي خبري آژانس  (KNA)  ته ددې خبري پخلی وکړ، نوموړی سیاستوال او سوداګر د دوشنبې په سهار د ۸۶ کلونو په عمر د میلان په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د اپریل په پیل کې دا څرگنده سوې وه چې د ایټالیا د «فورزا ایټالیا» د ګوند دغه بڼسټ ایښودونکی د ویني په سرطان اخته دی.

په ایټالیا کي د ۸۰۰ میلیونو يورو په ارزښت کوکاین ضبط سوي

د ايټالیې لومړۍ وزيرې ، جورجیا میلوني په خپل څه ناڅه یو دقیقه یي ویدیویي پیغام کې له برلسکوني داسي یادونه وکړه :« تر ټولو د مخه هغه یو مبارز وو» چې هیڅکله یې بیره درلودله چې له خپلو عقايد څخه دفاع وکړي. نوموړي صدراعظمې چې د دفاع د وزیر، ګیدو کروسیتو په شان د «فراتیلی دی ایتالیا» په ګوند پورې اړه لري، وویل : «په زړه ورتیا او تعهد سره یې په سیاست، اړیکو او اقتصاد کې « حقیقي بدلون» ته لاره وموندله. د دفاع وزیر د برلسکوني د مړیني په غبرګون کې د «یوې مهمې دورې» له پای ته رسیدو څخه خبره وکړه.

د زیربنایي چارو وزیر، ماتیو سالویني هغه ته دعا وکړه او ويې ویل چې یو »ډیر ښه ملګری« یې له لاسه ورکړ. د هغه په خبره برلسکوني یو تر ټولو سترو کسانو څخه وو، په ټولو برخو کې، له هرې زاویې او پرته له مقایسې. سالويني زياته کړه چې هغه د ایټالیا له پاره ډیر څه ترسره کړل او یوه نه ډکیدونکې خلا یې پریښوده. نوموړي وويل سالویني ډیر غمجن دی او اوښکي تویوي.

ايټاليا: د مهاجرو لېږدونکې يوې کښتۍ په سر يرغمل نيونه شوې که نه؟

د ایټالیا پخواني صدراعظم، ماتیو رینزي ټینګار وکړ، برلسکوني په ایټالیا کې تاریخ ولیکه. د «ایټالیا ويوا» د ګوند دغه بڼسټ ایښودونکي او مشر وویل: «پر ډیرو هغه ګران وو، ډیرو کرکه ورڅخه لرله: اوس باید هرڅوک په دې پوه سي چی پر سیاسي ژوندانه، اقتصاد، سپورټ او تلویزیون باندي د هغه اغیز بې ساري وو».

GP/BS/AG