1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

په امريکا او روسيه کې د ډزو پېښو څو کسان وژلي

۱۴۰۲ آذر ۱۶, پنجشنبه

د امريکا د لاس ويګاس په نيوادا پوهنتون کې د ډزو په يوه پېښه کې درې کسان وژل شوي دي. پوليسو ويلي دي چې د پېښې عامل هم وژل شوی. د روسيې په يوه ښوونځي کې هم د ډزو په نتيجه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/4Zs0h
لاس ويګاس: د ډزو په پېښه کې څو کسان وژل شوي
لاس ويګاس: د ډزو په پېښه کې څو کسان وژل شويانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د امريکا متحده ایالاتو په لاس ويګاس کې پوليسو ويلي دي چې د ډزو د عامل په وژل کيدو سره عامه امنيت ته متوجې خطر له منځه تللی دی. پوليسو ويلي دي چې د چهار شنبې ورځې د دې پېښې په ترڅ کې په وسله وال سمبال کس د دريو کسانو تر وژلو وروسته وژل شوی دی، خو په لومړي سر کې لا روښانه نه وه چې هغه د پوليسو له خوا ويشتل شوی او که ځان وژنه یې کړې ده.

تر اوسه څه معلومات لرو؟

د لاس ويګاس د نیوادا پوهنتون د ايکس پر پاڼه د چهار شنبې په ورځ د سيمې پر وخت غرمه موده د يوه پوست له لارې محصلينونو ته وويل شول: «دا کوم تمرين يا آزموينه نه ده. وتښتئ – پټ شئ – مبارزه وکړئ.»

د لاس ویګاس د پوليسو ادارې هم د چهار شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنيو له لارې اعلان وکړ چې پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي دي او د شکمن عامل «مخه یې نيولې» ده.

لږ شيبه وروسته د پوليسو ادارې وليکل چې شکمن «موندل شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.» د سيمې د پوليسو مشر کيون مک ماهېل بيا لږ وروسته زياته کړه چې د پوهنتون په ساحه کې نور خطر متوجې نه دی.

چارواکو د پېښې د عامل په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړی خو د پېښې پر وخت یې له محصلينو او سيمې د اوسيدونکو غوښتي ول چې د پوهنتون د سوداګرۍ له پوهنځي څخه دې ځانونه لیرې وساتي چېرې چې ډزې کیدلې. د نيوادا پوهنتون د محصلينو اتحادیې دفتر هم دغه ودانۍ ته څېرمه پروت دی.

پوليسو ويلي ول چې د عامل د «انګیزې په اړه هیڅ معلومات نه لري.»

لاس ويګاس کې له دې ډول پېښو سره بلد دی

سږ کال په امريکا متحده ایالاتو کې په ډزو ويشتلو ۳۷ او ۳۸ ډله ایزه پېښه ثبت شوه. تېر کال د دې ډول زړه بوږونکو پېښو شمیر ۳۶ وو.

د فايرونو د ډله ایزې پېښې څخه هغه وخت خبره کيږي چې په يوه پېښه کې څلور او يا هم تر څلورو ډېر کسان وژل کيږي. په دې شمير کې عامل شامل نه دی.

په روان میلادي کال کې په امریکا کې د ډزو په دې ډول پېښو کې لږ تر لږه ۲۰۳ کسان وژل شوي دي. 

لاس ويګاس له هغو سيمو څخه يوه ده چې د امريکا تاريخ يوه تر ټولو ناوړه دا ډول پېښه پکې رامنځته شوې. په ۲۰۱۷م کال کې د ماندالې بې کاسينو په ۳۲ پوړ کې يوه په وسله سمبال سړي ۶۰ کسان ووژل او تر ۴۰۰ ډېر نور یې ټپيان کړل. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې وه چې په دغه کاسينو کې د دودیزې موسيقۍ يوه میله جوړې شوې وه.

د روسیې په ښوونځي کې هم ډزې شوي

رویتزر خبري آژانس د روسیې د «تاس» خبري آژانس په حواله ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بريانسک سيمې په يوه ښوونځي کې د فایرونو په نتيجه کې دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دی.

پلټونکو ويلي دی چې د ښوونځي يوې ۱۴ کلنې شاګردې تر هغه دمخه چې ځان وژنه وکړي، خپل يو ټولګيوال وژلی او پنځه نور کسان یې ټپيان کړي دي.

دروسیې د څيړنو کمېسيون په یوه اعلامیه کې ويل شوي: «د پلټنو د لومړيو نتايجو پر اساس يوې څوارلس کلنې نجلۍ له ځان سره ښوونځي ته يو ټوپک راوړی وو چې د هغه په واسطه یې پر خپل يو ټولګيوال ډزې وکړې.»

په دې اعلاميه کې زياته شوې: «د ډزو په پایله کې دوه کسان وژل شوي [د عامل په ګډون] او پنځه نور ټپيان شوي چې روغتون ته انتقال شوي دي.»

زياته شوې چې د پېښې د انګیزې د روښانه کولو په تړاو پلټنې دوام لري.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)