1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

امریکا: د خریدارۍ په یوه مرکز کې ډزو مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د امریکا په ټکزاس ایالت د دالاس ټګزاس د خریدارۍ په مرکز کې د ډزو په پایله کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. بریدګر د یوه پولیس له خوا، چې په تصادفي ډول هلته موجود و، وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4R0FA
USA, Allen | Schüsse in einer Mall
انځور: ABC Affiliate WFAA/REUTERS

یوه وسله وال کس د شنبې (د می میاشتې ۶ نیټه) په ورځ د مرکزي اروپا په وخت د شپې په ۸ بجو او ۳۰ دقیقې د دالاس ټکزاس په نوم سوداګريز مرکز کې د وسله وال برید په پایله کې ۹ تنه ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

امريکا؛ د کلیزې په مراسمو کې ډزو مرګ ژوبله اړولې

د ټکزاس په شمال کې د آلن ښار د اور وژنې ادارې مشر جاناتان بوید، وویل چې د پيښې په ځای کې ۷ مړي موجود ول او دوو تنو نورو د شدیدو ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړې ده.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د «سي ان ان» تلویزيوني شبکې رپوټ ورکړی دی چې د دغې پيښې یو شمیر قربانیان یوازې د پنځه کلنۍ عمر ته رسیدلي ول. د آلن ښار د پولیسو مشر وویل چې د ډزو غږ په اوریدو سره هغه پولیس چې په تصادفي ډول د پيښې په ځای کې موجود وو، له برید کوونکي سره متقابلې ډزې پيل کړې او بالاخره بریدګر یې لمنځه وړی دی.

د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته هم د پيښې په هکله اطلاع ورکړل شوې ده.

 زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د بې پیلوټه الوتکو په وسیله اخیستل شوي ویډیوګانې ښيې چې پيرېدونکي او د سوداګريز مرکز کارکوونکي د ویرې په حالت کې د پارکینګونو پر لور منډې وهي. ټکزاس د امریکا یو له هغو ایالاتونو څخه دی چیرې چې د ډزو ډیرې پيښې رامنځته کیږي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

شاوخوا یو کال مخکې د ټکزاس ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو د پيښې په پایله کې لږ تر لږه ۱۹ زده کوونکي او ۳ لویان ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شوي ول.

په امریکا کې یوه وسله وال په ډزو شپږ تنه وژلي دي

په ۲۰۲۱م کال کې شاوخوا ۴۹ زره انسانانو له ناریه یا ماشيندار ډوله اتومات وسلو څخه په استفادې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیر بیا په ۲۰۲۰م کال کې ۴۵ زره و.

کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي

د Gun Violence Archive انټرنټ پاڼې په وینا په روان میلادي کال کې په امریکا کې تر ۱۹۵ ډیر وسله وال بریدونه ترسره شوي دي چې په هر یوه کې یې په اوسط ډول ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص