1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د سبسایډۍ کمولو حکومتي پلان پر ضد د بزګرانو مظاهرې

۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبه

المان کې بزګران وایي چې حکومت دې د کرنې سکتور ته د ورکول کیدونکې سبسایډۍ کمولو پریکړه بیرته واخلي. د دوشنبې په ورځ د بزګرانو د مظاهرو په سبب د المان د ډیرو برخو په ترافیکي نظام کې د خلل رامنځته کیدو انديښنه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/4axoL
Berlin Bauernprotest Traktoren
انځور: Christian Mann/REUTERS

په المان کې ډیر شمیر بزګران په سبسایډۍ کې د کمښت راوستلو حکومتي پلان پر ضد مظاهرو کې د ګډون کولو له پاره د یکشنبې په ورځ پلازمېنې برلین ته رسیدلي دي. د «برلینا څایټونګ» سیمه ایزې ورځپاڼې په حواله د بزګرانو کاروان د ماښام په پنځه نیمو بجو برلین ته ورسید.

د المان مشهورې برانډنبرګ دروازې ته تر رسیدو وروسته بزګرانو د شپې په شا او خوا ۱۱ بجو د شمعو په لګولو سره مارش وکړ.

بزګران ولې سړکونو ته راوځي؟

بزګران د لومړي وزیر اولاف شولڅ د ائتلافي حکومت له خوا د کرنیزې سبسایډۍ یا حکومتي مالي مرستو د ځنډول کیدو پلان پر ضد مظاهرې کوي. که څه هم د پنجشنبې په ورځ حکومت تیاری وښود چې د سبسایډۍ په پلان کې په پام کې نیول شوي یو شمیر تغیرات کیدای بیرته خپل لومړني حالت ته را وګرځوي، خو د الماني بزګرانو ټولنې «ډي بي وي» د دغه وړاندیز په ناکافي بللو سره، هغه رد کړی دی.

د مکونګ بزګران ځان څرنګه له تغيريدونکي چاپيريال سره عياروي؟

د جمعې په ورځ د المان د کورنیو چارو وزرات ویاند خبرداری ورکړ چې د حکومت مخالفین او ښي اړخي کیدای شي له دغو مظاهرو څخه په خپله ګټه د استفادې کولو کوښښ وکړي.

د آلمان په مختلفو برخو کې د ترافیکي نظام د مختل کیدو ویره

د مظاهرو له پیلیدو مخکې لا د برلین مرکز له اطرافي سیمو سره نښلوونکې لویه لاره د ترافیک پر مخ تړل شوې ده. د دوشنبې په ورځ د مظاهرو له کبله په ترانسپورتي نظام او د ورځنیو اړتیاو توکو په لیږد را لیږد کې شدید خنډونه رامنځته کیدلی شي.

په ترافیکي نظام کې د خلل رامنځته کیدو د کمولو په خاطر حکومت د جنورۍ له اوومې نیټې څخه د لویو لاریو پر تګ راتګ بندیز هم د موقت وخت له پاره لیري کړی، چې عموماً د یکشنبې او عمومي رخصتیو په وخت کې عملي کیږي.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح