1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې څو لسیزې پخوانی ډله ايز قبر موندل شوی

۱۴۰۲ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د سيمه ایزو طالب چارواکو په حواله د افغانستان په خوست ولایت کې يو ډله ایز قبر موندل شوی دی چې ګمان کيږي په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ملاتړه د برخمن حکومت د دورې وي.

https://p.dw.com/p/4cL56
Afghanistan | Massengrab entdeckt
انځور: AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله د افغانستان په خوست ولایت کې يو ډله ایز قبر چې څه نا څه سل جسدونه پکې دي، موندل شوی دی.

د طالبانو د ادارې د خوست ښاروال بسم الله بلال، وويل چې د شنبې په ورځ د خوست ښار په سرباني کې د يوه کوچني بند له پاره د کېندنو پر مهال دا قبر موندل شوی دی.

نوموړي وويل چې «د لومړيو معلوماتو په حواله دا خلک په ۱۳۵۸لمریز کال کې هلته تر وژل کیدو وروسته ښخ کړل شوي دي.»

بسم الله بلال، وويل چې په دې ډله ایز قبر کې « لږ تر لږه ۱۰۰جسدونه موندل شوي دي» او زياته یې کړه چې د ځينو جسدونو د ښځو کالي پر غاړه دي او داسې بريښي چې ټول ملکيان دي.

د سيمې اوسيدونکو وويل چې دا پاته شوي په ۱۹۷۸م کال کې د شوروي اتحاد له ملاتړه د برخمن کمونيست حکومت په دورې پورې اړه لري.

په عراق کي د ايزيديانو ډله ايز قبر

يوه ځايي اوسيدونکي سلام شريفي، چې پلار یې هماغه وخت لادرکه شوی او تر اوسه نه دی موندل شوی، وويل: «په ۱۳۵۸کال به کمونستانو خلک دلته راوستل او د محکمې له حکم پرته به دلته په بې رحمانه ډول شهيدان کيدل. تاريخ به دا ظلم هير نه کړي.»

يوه کمېټه ټاکل شوې ده، څو په دغه ډله ایز قبر کې موندل شوي جسدونه انتقال شي. په دې مورد کې د سيمې اوسيدونکي د ښاروالۍ له کاروونکو سره مرسته کوي او وچ هډوکي په کڅوړو کې اچوي.

د سيمې يوه اوسېدونکي منګل، وويل: «هیڅوک نه پوهيږي چې دا شهيدان څوک دي. ټول دلته ښخ شوي دي او موږ یې د هډوکو په ايستلو او جلا کولو کې مرسته کوو.»

د لسیزو تر شخړو وروسته چې د شوروي اتحاد د يرغل څخه نیولې تر کورنۍ جګړې او بيا د امريکا په مشرتوب يرغل پورې، په ټول افغانستان کې يو شمير قبرونه موندل شوي دي.

په ۲۰۰۹م کال کې هم د شوري اتحاد د ملاتړه د برخمن حکومت د وخت يو ډله ایز قبر وموندل شو، چې ۱۲۰ جسدونه پکې ول.

د ۲۰۲۲م کال په سبتمبر میاشت کې هم په سپين بولدک کې د ۱۲ جسدونو يو ډله ایز قبر وموندل شو. دا هغه سيمه ده چې د افغانستان د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو او طالب ځواکونو ترمنځ پکې په تیرو دوو لسیزو کې سختې نښتې رامنځته کيدلې.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: