1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موصل ته څیرمه ډله ایز قبر موندل شوی

۱۳۹۵ آبان ۱۸, سه‌شنبه

د عراق پوځ د معلوماتو له مخې په حمام العلیل ښار کې یو قبر موندل شوی چې پکښې شا او خوا سل جسدونه دي چې سرونه یې پرې شوي دي. د موصل ښار سویلي څنډه د یکشنبې په ورځ له داعش څخه ونیوله شوه.

https://p.dw.com/p/2SJmR
Irak Hammam al-Alil Armee Rückeroberung
انځور: Reuters/T. Al-Sudani

د عراق د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې شا او خوا ۱۰۰ جسدونه چې خراب شوي دي د موصل ښار په سویل کې د زارعت ښوونځي ته څیرمه موندل شوي دي. زیاته شوې ده چې له دغو کسانو څخه سرونه پرې کړل شوي دي. په پام کې ده چې له پلازمېني بغداد څخه به د عدلي طب یوه ډله د سه شنبې په ورځ دغې سیمي ته ورشي. دا چي جسدونه د عسکرو که د ملکيانو دي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

پر موصل کړۍ تنگیږي

عراقي ځواکونو د حمام العلیل، سیمه له داعش څخه د میلیوني ښار موصل د بیرته نیولو له پاره د پیل شوو سترو عملیاتو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ ونیوله. له افراطي ډلي داعش څخه په نیول کیدونکو سیمو کې د ډله ایزو قبرونو د موندل کیدو رپوټونه ورکول کیږي.

درې اوونۍ تر مخه له داعش څخه د عراق د موصل د بیرته نیولو له پاره ستر تهاجمي عملیات پېل شول. عراقي ځواکونه په دغه هیواد کې د داعش د دغه پوخ سنگر شا او خوا کړۍ راتنگوي. حمام العلیل د موصل په لویدیځ کې وروستۍ لویه برخه وه چې داعش پرې کنترول لاره.

همداشان د دغه ښار په ختیځه څنډه کې هم جگړه روانه ده. کردي ټولگیو د هغوی د خپلو معلوماتو له مخې د بشیقه ښار د نیولو له پاره ستر ځمکني عملیات پېل کړي دي. لکه څرنگه چې عراقي پیشمرگه ملیشو خبر ورکړی دی له شمال، ختیځ او سویل څخه یې ملیشي د ښار پر لور پرمختگ کوي او په ښار کې د داعش جنگیالي لټوي. بشیقه ته څیرمه د ترکیې یوه پوځه اډه هم پرته ده خو د عراق حکومت د داعش پر ضد عملیاتو کې د انقرې گډون ردوي.

په موصل کې کور په کور جگړه

د عراق د کورنیو چارو وزارت د تروریزم ضد ځانگړي قطعات د موصل په ختیځ کې د داعش پر ضد جنگيږي. ویل کیږي چې په دغه ځای کې داعش سخت مقاومت ښيي. د دغو ځانگړو قطعاتو ویاند صباح النعمان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اووه ناحیې ځانگړو قطعاتو تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. د هغه په خبره په دغه ځای کې کورونه د داعش د وروستیو پاته شوو جنگیالو په موخه پلټل کیږي.

اړوند مطالب: