1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د کرونا د نوې بڼې په اړه اندېښنې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

په افغانستان کي د کرونا د نوي بڼې د خپريدو په اړه اندېښنې زياتيږي. داسي راپورونه هم ورکړل شوي چې هلته په ځينو ناروغانو کې د دغي بڼي علايم ليدل شوي. خو د روغتيا وزارت وايي چې هلته تر اوسه پوري دغه بڼه نه ده تشخيص شوې.

https://p.dw.com/p/46EYv
Afghanistan Corona-Pandemie
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د کرونا ويروس نوې بڼه (اومېکرون) چې په لومړي ځل په انګلستان کې تشخیص شوه، ډېره خطرناکه نه بلل کیږي، خو ستره ستونزه یې داده چې په ډېرې چټکۍ سره خپریږي. د افغانستان په ځينو برخو کې په ځينو ناروغانو کې دغي بڼي ته ورته علايم ليدل شوي دي خو تر اوسه پوري تشخيص شوې نه ده.

د طالباتو د عامې روغتیا وزارت وايي چې سره له دې چې په ګاونډیو هيوادونو کې د کرونا ويروس د اوميکرون بڼې خپرېدو اندېښمن کړي دي، خو وايي تراوسه په افغانستان کې دا بڼه نه ده تشخیص شوې.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر دویچه ویله ته وویل: «داسې ناروغان موږ نه لرو چې هغه دي د اومېکرون د بڼې سل فیصده علایم ولري، خو بیا هم د تشویش وړ ځکه ده چې په ګاونډیو هېوادونو کې دغه پېښې زیاتې شوي، نو موږ هم له همدې امله د تشویش په حال کې یوو چې خدای مه کړه دغه څپه زموږ هېواد ته هم راشی.»

Serbien Obrenovac | Corona Impfung von Migranten
انځور: OLIVER BUNIC/AFP/Getty Images

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه پخواني ویاند ډاکټر غلام دستګیر نظري دویچه ویله ته وویل چې اوس په افغانستان کې د اومېکرون د بڼې د تشخیص له پاره لازم امکانات او وسایل نشته: »اوس په افغانستان کې د اومېکرون بڼه په بې ساري توګه خپریږي، خو د تيست له پاره امکانات نه شته، روغتیايي مرکزونه نشته نو ځکه ډېر خلک د کرونا دا ډول د یوه عادي زکام په توګه تېروي چې همدا لامل کیږي چې موږ ډېرې پېښې ولرو.»

د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان په کرونا اخته دي چې له دې ډلې د ۸۰ زره کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی.

ایا اوس په افغانستان کې د کرونا پر وړاندې آغېزمن روغتیایي  پلان شته؟

د پخواني حکومت تر ړنګېدو وړاندې نړېوال بانک په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې له پاره مالي مرستې کولې، خو اوس دا مرستې درېدلي دي.

چارواکي وايي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې شاوخوا ۳۷ روغتیايي مرکزونه د کرونا د درملنې له پاره ځانګړي شوي وو، چې اوس له دې ډلې یواځې ۵ روغتونونه فعال دي.

Afghanistan | Coronavirus | Hospital in Kabul
دا انځور د ۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې د ۳۰ نیټې دی چې په کابل کې په افغان ـجاپان روغتون کې د کرونا د ناروغانو درملنه کیږي.انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

ښاغلي عمر په دې اړه وویل: «نړېوال بانک دلته د افغانستان له خلکو سره ژمنې درلودې چې دوی به د کرونا پروژه تر ۲۰۲۴م کاله پورې تمویلوي خو له بده مرغه کله چې اسلامي امارت په هېواد باندې حاکم شو، نړېوال بانک خپلې مرستې ودرولې، ۵ روغتونونه چې د IOM  موسسې له خوا تمویلیږي، خو تضمین یې نشته، دغه راز پاتې ۳۲ روغتونونه یوه ناڅرګند برخلیک کې دي او تردې دمه یې کوم مالي ملاتړ کوونکی نه دی پیدا شوی.»

دغه طالب چارواکی وايي چې له دومره ننګونو سره یې بیا هم د کرونا پروړاندې مبارزه جدي روانه ده او پر عامه پوهاوي سربیره د واکسین کولو بهیر دوام لري.

د نوموړي په خبره هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ زره پورې کسان د کوید ۱۹ پروړاندې واکسین کیږي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د هغوی د عامې روغتیا وزارت وايي چې تردې دمه شاواخو ۱۳۹ زره ناروغان تيست شوي چې له دې ډلې د ۱۲ زره او ۷۴۹ ټسټونو پایلې مثبت وې.

دغه راز، په تېرو ۲۴ ساتونو کې هم په افغانستان کې د کرونا ۲۷۰ مثبت پېښې ثبت شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب