1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا وبا په ترڅ کې د کوم کسانو شتمنۍ ډیرې شوي؟

۱۴۰۰ دی ۲۷, دوشنبه

د یوه غیر دولتي سازمان آکسفام څیړنې ښيې چې د کرونا وبا پر مهال بډایه کسان نور هم شتمن شوي او بې وزله بیا نور بې وزله شوي. ایلان ماسک، مارک زاکر برګ او بیل ګیټس د هغو بډایه کسانو په ډله کې دي چې شتمني یې زیاته شوې.

https://p.dw.com/p/45dF5
KOMBO - Jeff Bezos, Amazon  Elon Musk, Tesla
انځور: AP/dpa/picture alliance

د کرونا وبا د نړۍ په کچه ټولنیزه نابرابري لا پسې زیاته کړې ده. د آکسفام خیره بنسټ څیړنې ښيې چې د نړۍ لسو بډایه کسانو خپله شتمني د کرونا وبا پر مهال دوه برابره ډیرې کړه ده، په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه فقر او نابرابري تر پخوا زیاته شوې ده.

آکسفام چې د نړیوال فقر پر ضد مبارزه کوي، ویلي دي چې د نړۍ لسو بډایو کسانو شتمني په مجموعي ډول د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې له ۷۰۰ میلیارده ډالرو څخه د ۲۰۲۱م کال تر نومبر میاشتې ۱،۵ تریلیونه ډالرو ته رسیدلې ده. په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه د میلیاردرانو شتمني لوړه شوې ده، د نړۍ بې وزله کسان لا له سختو شرایطو سره مخامخ شوي دي.

دغه رپوټ چې «نابرابري وژل کوي» تر عنوان لاندې په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې تر مخه خپور شوی پکې راغلي دي: «وړاندوینه شوې ده چې تر ۱۶۰ میلیونو زیات کسان تازه د فقر لور ته بیول شوي دي.» سږ کال د داووس اقتصادي فورم د کرونا وبا له کبله په مجازي ډول ترسره کیږي.

«اقتصادي تاوتریخوالي نړۍ څو ټوټه کوي»

د آکسفام رپوټ ښيې چې مخ پر زیاتیدونکي اقتصادي، جنسیتي او نژادي نابرابرۍ او همداشان د هیوادونو ترمنځ موجودې نابرابرۍ «نړۍ څو ټوټې کوي.» په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې دا کوم «تصادف نه بلکې انتخاب دی. اقتصادي تاوتریخوالی، د بډایه او تر ټولو ځواکمنو کسانو په ګټه د جوړښتي پالیسۍ د انتخاب له کبله رامنځ ته شوی. دا په مستقیم ډول موږ ټول او تر ټولو زیات بې وزله کسان، ښځې او نجونې او له »تبعیض سره مخ« نژادې ډلو ته صدمه رسوي.»

د دغه رپوټ لیکوالانو د مترقي مالیاتو د وضع کولو، د نابرابرۍ ضد ثابتو اقداماتو او همداشان په اقتصاد او ټولنه کې د قدرت د بدلون له لارې د حده زیاتو شتمنیو د محدودولو غوښتنه کړې.

د نړۍ لس بډایه کسان څوک دي؟

د فوربس مجلې د نړۍ لس شتمن کسان معرفي کړي دي: د تېسلا او ایکس سپیس مشر ایلان ماسک، د امازون مشر جیبف بیزوس، د ګوګل بنسټ ایښودونکي لېرې پیج او سیرګي برین، د فیسبوک مشر مارک زاکربرګ، د مایکرو سافټ پخواني اجرایي مشران بیل ګیټس او سټیو بالمیر، د اورکل پخوانی مشر لېري ایلسن، امریکايي پانګوال وارن بفټ او د ال وي ام اچ فرانسوي شرکت مشر برنارد ارنالت نومونه د نړۍ د لسو شتمنو کسانو په لست شامل دي.

زموږ له آرشیف څخه: