1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتونکو پراستوګنځایونو بریدونه زیات شوي

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د یوه راپور له مخې په آلمان کې د کډوالو پر استوګنځایونو د بریدونو شمیر یو ځل بیا زیات شوی او د روان میلادي کال د دریمې ربعې په لومړیو کې په دې هیواد کې د بریدونو شمېر د تېر کال له ټولو بریدونو سره برابر شوی.

https://p.dw.com/p/4JFw5
آرشیف: د آلمان رامشټین د مهاجرینو لپاره د اوسیدو ځای
آرشیف: د آلمان رامشټین د مهاجرینو لپاره د اوسیدو ځایانځور: Senior Airman Jan K. Valle/US AIR FORCE/REUTERS

د یوه راپور له مخې په آلمان کې د کډوالو پر استوګنځایونو د بریدونو شمیر یو ځل بیا زیات شوی دی. د نویه اوسنابروکه ورځپاڼې د راپور پربنسټ د روان میلادي کال د دریمې ربعې په لمړیو کې په دې هیواد کې د پناه غوښتونکو پر هستوگنځایونو د بریدونو شمېر د تېر کال له ټولو بریدونو سره برابر شوی.

په آلمان کې د کډوالو پر پناه ځایونو د بریدونو شمیر له کلونو وروسته یو ځل بیا زیات شوی دی. لکه څنګه چې د نویه اوسنابروکه په نامه آلمانۍ ورځپاڼي راپور ورکړی، د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د مهاجرو پر استوګنځایونو ۶۷ بریدونه شوي دي. دا په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ټولو بریدونو له شمیر سره نږدې برابري ښيي. د یادې ورځپاڼې دغه معلومات د کیڼ اړخي ګوند د پوښتنې په ځواب کې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د له خوا خپاره شوې دي.

اوکرایني مهاجرو د المان ښارونه د ګنجایش وروستي حد ته رسولي

تېر کال، په آلمان کې چارواکو د بریدونو او ملکیتونو ته د زیان رسولو ۷۰ پیښي ثبت کړې وې چې په قصدي توګه د ښي اړخو انګیزو لخوا دا بریدونه ترسره شوي وه.

د نویه اوسنابروکه په نامه یاده ورځپاڼه زیاتوي چې د کډوالو پر پناه ځایونو د بریدونو د زیاتیدو د راپورونو له امله احتمال شته چې دا شمیر په راتلونکو میاشتو کې لاهم زیات شي. ښايي لامل يې په اوکراين کې د جګړې له امله المان ته د راغلو کډوالو د شمیر زیاتوالی وي.

آرشیف: د آلمان مونیخ د پناه غوښتونکو د راجستریشن ځای
آرشیف: د آلمان مونیخ د پناه غوښتونکو د راجستریشن ځای انځور: CHRISTOF STACHE/AFP

د دغه راپور له مخې، د پناه غوښتونکو پر استوګنځایونو د بریدونو شمېر د مهاجرت د کړکیچ د اوج په پرتله په ټیټه کچه کې دی. په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰۴۷ دا ډول بریدونه ثبت شوي وو له هغه وخت راهیسې، دا شمیر هر کال کم کیدی خو سږکال یوځل بیا د تیر کال په پرتله دا بریدونه زیات شوې دي.

د آلمان پولیس وایي د بهرنیانو پر ضد بریدونه ډیر شوي

د آلمان د کيڼ اړخي ګوند د پارلماني څانګې د کډوالۍ د مسايلو کارپوهې کلارا بونگر وويل: «دا مهال داسې ورځ نسته چې پر پناه غوښتونکو او د هغوی پر پناه ځایونو باندې د بريدونو په هکله مو نه وي لوستی». هغې زیاته کړه چې وضعیت ډیر خطرناک دی او په وینا يې ښي اړخي او محافظه پاله سياستوال د خلکو نارضايتي ته لمن وهي نو ځکه د ښي اړخو او نژاد پرسته تاوتریخوالي پر وړاندې ېې د عامه اقدام غوښتنه وکړه.