1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

پر دونتسک د اوکراین هوايي برید تلفات اړولي دي

۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبه

د اوکراین پر شرقي ښار دونتسک چې اوسمهال د روسیې تر ولکې لاندې دی، د اوکراین د بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي او لس تنه نور ټپیان دي. روسي چارواکو ویلي چې برید د ګڼه ګوڼې پرمهال شوی دی.

https://p.dw.com/p/4bVj8
Ukraine Krieg | Zerstörung auf einem Markt in Donezk nach Angriffen
انځور: Dmitry Yagodkin/TASS/dpa/picture alliance

د دونتسک په سیمه کې د روسیې له ملاتړه برخمن یوه پوځي چارواکي دنیس پوشیلین د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۱ نېټه) د ټیلګرام له لارې په یوه پیغام کې ویلي: «په دې وحشتناکه هوايي برید کې د تکستیلشیک په بازار کې لس تنه نور هم ټپیان شوي دي.» پوشیلین زیاته کړه چې دغه بازار د ګڼه ګوڼې پرمهال هدف ګرځول شوی دی. نوموړي زیاته کړ ې چې پوځیان او چارواکي په سیمه کې حضور لري او د نورو وژل شویو او احتمالي لادرکه کسانو په هکله جزئیات او معلومات راټول او ارزوي.»

تر اوسه پورې د یاد برید او په دې سیمه کې د بیلتون غوښتونکو د شوې ادعا په هکله اوکرایني چارواکو څه نه دي ویلي خو اوکرایني رسنیو د یاد بازار تخریب شوي عکسونه او فلمونه خپاره کړي دي.

د دونتسک ښاروال الکسي کولمسین چې د روسیې ملاتړ له ځانه سره لري، د ښار پر یوه سیمه باندې د «وحشیانه برید» خبره کوي، داسې برید چې په خبره یې اوکرایني ځواکونو کړی دی.

د دونتسک ستر ښار د اوکراین په ختیځ کې موقعیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۴م کال له لومړیو راهیسې د روسیې له ملاتړه برخمنو بیلتونپالو په لاس کې دی او د هغه وخت راهیسې وخت نا وخت د اوکراین د بریدونو هدف ګرځي. په دې سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې مسکو ته وفاداره بیلتون پاله ولسمشر ویکتور یاانوکوویچ له کیف څخه جلا شو.

د دونتسک ستر ښار د اوکراین په ختیځ کې موقعیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۴م کال له لومړیو راهیسې د روسیې له ملاتړه برخمنو بیلتونپالو په لاس کې دی او د هغه وخت راهیسې وخت نا وخت د اوکراین د بریدونو هدف ګرځي.
د دونتسک ستر ښار د اوکراین په ختیځ کې موقعیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۴م کال له لومړیو راهیسې د روسیې له ملاتړه برخمنو بیلتونپالو په لاس کې دی او د هغه وخت راهیسې وخت نا وخت د اوکراین د بریدونو هدف ګرځي.انځور: Oleksandr Ratushniak/REUTERS

د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لومړي سر کې د اوکراین دونتسک او لوهانسک سیمې د خپلواکه سیمو په توګه په رسمیت وپیژندلې او په دې سیمو کې د روسانو د ملاتړ په بهانه یې پر اوکراین پوځي برید پیل کړ.

په عین وخت کې هغه د اوکراين وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې غواړي د روسيې له خوا نيول شوې سيمې بېرته ونيسي چې بیا وروسته د اوکراین نوي ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د لویدیځ په ملاتړ په دې سیمه کې د روسیې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.

د دونتسک او د دونباس د سیمې د نورو ښارونو د بیرته نیولو له پاره د اوکراین پوځي عملیاتو تر اوسه پورې کومه نتیجه نه ده ورکړې. دا هم په داسې حال کې چې د دونتسک ځینې سیمې لا هم د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې دي.

د روسیې له ملاتړه برخمنو د دغه ښار چارواکو ویلي چې تر دې وړاندې د نوي کال په شپه د اوکراین په بریدونو کې هم په دې سیمو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي ول، داسې ادعاوې چې په خپلواکه توګه یې تائید نه شي کیدی.

آ.ژ / خ.ح / ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل