1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان کې درې سرتېري او درې بريدګر وژل شوي دي

۱۴۰۲ خرداد ۲۱, یکشنبه

وسله والو د افغانستان پولې ته څېرمه پر يوې پاکستاني پوستې بريد کړی چې په متقابلو ډزو کې د پوځ په خبره درې بريدګر او درې عسکر وژل شوي. څلور وسله وال د پوځ په وينا ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4SRJ1
Pakistan | Coronavirus | Militär-Patrouillen zur Einhaltung der Restriktionen
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د شپې له خوا د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په میران شاه کې ډزې او نښتې شوي چې دغه ځای پخوا د پاکستاني طالبانو تر کنترول لاندې يوه سيمه وه. د پاکستان پوځ د لټون عمليات ترسره کړي څو د بريد مسئولين ونيسي.

ورته نور ولولئ:  پاکستان: په وسله وال برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي

دوی د مرميو يو زېرمتون موندلی چې د بريدکوونکو مړي پکې هم پراته وو. پوځ وويل چې »د تروريزم ګواښ ورک کولو ته ژمن« دی. سره له دې چې پوځ وايي شمالي وزيرستان يې له اورپکو پاک کړی، خو وار په وار ډزې او حملې پکې دوام لري. دغه کار اندېښنې راپارولي چې پاکستاني طالبان په دغه سيمه کې بېرته انسجام پيدا کوي.

ورته نور ولولئ:  پاکستان: د ډبرو سکرو کان پر سر نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

ټي ټي پي له افغاني طالبانو يوه بېله ډله ده خو ورسره ټينګې اړيکې هم پالي. دا چې په افغانستان کې طالبان قدرت ته رسېدلي دي، نو ټي ټي پي هم خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. هغوی تېر نومبر له پوځ سره اوربند لغوه اعلان کړ او په ټول پاکستان کې يې بريدونه ډېر کړي دي، په تېره د پوځ پر ضد حملې خورا ډېرې شوې دي.

 mns/mks/(AP)