1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پاکستان: په ماشومانو کې د کرونا د ډېريدو په اړه انديښنې

۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د پاکستان چارواکو ويلي دي چې د هيواد اکثره ښوونځي به تر دريو اوونيو پورې تړلي وي. په پاکستان کې د کرونا وبا په درېمه څپه کې په زرونه ماشومان په دغه وژونکي ويروس اخته شوي دي.

https://p.dw.com/p/3rczg
Pakistan Mithi Mangelernährung
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د رسنيو د رپوټونو په حواله په پاکستان کې د کرونا ويروس د درېمې څپې په ترڅ کې ماشومان ډېر اغیزمن شوي دي. د ځينو رپوټونو په حواله تر اوسه په دغه هيواد کې کابو ۲۰ زره ماشومان په کرونا اخته شوي دي. په لاهور کې چې د کرونا ويروس د نوې څپې له کبله ډېر اغیزمن شوی، په روغتونو کې د ماشومانو د بستريدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. 

د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود نن، سه شنبه په اسلام آباد کې د يوه خبري کانفرانس پر وخت وويل چې دې شميرو ته په کتو سره له لومړي تر اتم ټولګي پورې شاګردان بايد د اپريل تر ۲۸مې نيټې په کورونو کې پاته شي.

د نوموړي په خبره به تر هغه وروسته بيا وضعيت و ارزول شي. هغه وويل چې له نهم تر دوولسم ټولګي شاګردان به په دوو اونيو کې په څو پړاونو کې بيرته په حضوري درسونو کې ګډون وکړای شي.

په پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له وجې تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي چې دا د کرونا د درېمې څپې له پېل راهيسې تر ټولو لوړ شمير دی.

اړونده موضوع: په پاکستان کې د کرونا واکسين تجارتي خرڅلاو پيلیږي

روغتيايي چارواکو ويلي دي چې په پاکستان کې په کرونا ويروس د زرونو ماشومانو تر اخته کيدو وروسته اندیښنې ډېرې شوي دي. د ډاون نيوز د رپوټ په حواله په بلوچستان ايالت کې هم په ښوونځيو کې کرونا په چټکۍ سره مخ پر خپريدو ده.

تېره مياشت په دغه هيواد کې د کرونا د نوې څپې له کبله ټول ښوونځي هغه وخت وتړل شول چې له ټولو ټيست شويو کسانو څخه یې لس فيصدو کرونا درلودله. د چارواکو په حواله د دوشنبې په ورځ دغه کچه يو څه راټيټه شوې ده او دمګړۍ ۸ سلنه آزموينې مثبتې دي.

خو چارواکو پر دې سربیره هم وضعيت ګواښوونکی بللی دی.

اړونده موضوع: پاکستانیان ولې د کرونا ویروس له واکسینه ډاریږي؟

د پاکستان د درملو له يوه شرکت څخه فيصل سطان وويل چې د واکسيناسيون پڅه لړۍ هم د کرونا د مخنيوي له پاره د حکومت د هلو ځلو د لارې خنډ ګرځيدلې. 

کله چې کرونا واکسين د ويش د نړيوال سیستم په چوکاټ پاکستان ته واکسين پر وخت ونه رسيدل، نو پاکستان د خپل سياسي متحد چين پر واکسين تکيه وکړه. خو د دې واکسين د سست ويش له کبله تر اوسه يوازې يو میليون کسانو دغه واکسين ترلاسه کړی دی.

د پاکستان د ډاکترانو اتحادیې چې د هيواد د طبي پرسونل تر ټولو ستره اتحاديه ده، حکومت ته توصيه کړې ده چې د روانې څپې تر ختميدو پورې دې ښوونځي نه پرانیزي.

ب. ص/ ن.ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: