1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي مظاهره کوونکي پوځي محکمو ته حاضر کړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

په پاکستان کي د پخواني لومړي وزير خان تر مؤقتي بندیگرت وروسته باید اوس په زرنو مظاهره کوونکي د پوځي محکمو مخي ته حاضر کړای سي. حکومت او پوځ د سه شنبه په ماښام ناوخته اعلان وکړ چي په دې هکله به شاته تگ و نه کړي.

https://p.dw.com/p/4RV1Z
Pakistan Lahore | Gerichtsprozess: Imran Khan und Bushra Bibi
انځور: Khurram Amin/AA/picture alliance

د جنوبي آسیا په هیواد پاکستان کي تیره اونۍ پس له هغه لاریونونه رامنځته سول چي د اپوزیسیون مشر په اسلام اباد کي له محکمې څخه وایستل سو. مظاهره کوونکو پر ډېرو پوځي ودانيو بريدونه وکړل. د پولیسو په حواله څه د پاسه ۴۰۰۰ انسانان ونیول سول. زیاتره یې اوس هم په زندانونو کي دي.عمران خان په دې ترڅ کي بیرته خوشي سوی دی.

د بشري حقونو سازمانونو پر دغه ډول اعلان باندي انتقادونه کړي دي. د بخښني نړیوال سازمان څرگنده کړې ده: «پوځي محکمو ته د ملکي کسانو حاضرول له نړیوالو قوانینو سره مطابقت نه لري.» دا د اپوزیسیون پر وړاندي «د بیري یو خاص تاکتیک» دی.

آیا احتجاجونه به د قاضي القضات له دندې د ګوښه کیدو سبب شي؟

د پاکستان د بشري حقونو سازمان کمېسیون، د سیاستوال عمران خان د گوند د غړو د پرخپلسر نیول کیدو خبره کړې ده. همدارنگه د تیرکال تر اپریل مياشتي پوري د خان د تقریباً څلورکلني دورې پر وخت هم ملکي کسانو باید پوځي محکمو ته جواب ویلی وای.

نوموړی پخوانی لومړی وزير د سترې محکمې د امر پر اساس اوس بیرته له بنده آزاد سوی دی. د کريکټ د دغه پخواني ستوري بیرته نیول کیدل هم له امکانه لیري نه بریښي.

له هغه وروسته چي عمران خان د نه باور رایو له امله گوښه سو، قضايي ادارې په تکرار سره پر هغه باندي تورونه لگولي دي. څارونکي د دې کار لامل سیاسي دلایل بولي.

عمران خان پخپله په وار وار سره پر واکمن پوځ تور لگولی دی چي د ده پرضد په دسیسه کي لاس لري. نوموړی ۷۰ کلن بیا هم د سیاسي راستنیدو په تمه دی.

GP/NZ/AG