1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د عمران خان او د هغه د ګوند راتلونکې به څه وي؟

۱۴۰۲ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته د دولتی رازونو د افشا کولو او فساد په اړه قضيو په ترڅ کې د څو کلونو بند سزا ورکړې شوې ده. دا پريکړه به د فيبرورۍ د ۸ نيټې پر ټاکنو ژورې اغیزې ولري.

https://p.dw.com/p/4bv4e
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان او میرمن یې بشره بي بي
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان او میرمن یې بشره بي بيانځور: Arif AliAFP

په داسې حال کې چې په پاکستان کې عمومي ټاکنو ته يوه اوونۍ پاته ده، د پخواني وزير عمران خان، راتلونکې او د هغه قانوني مبارزه يو ځل بيا مهمه موضوع ګرځېدلې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون مشر حارث خليق، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «د پاکستان تحريک انصاف ګوند پر ضد د پاکستان پوځ او ادارې د خپلو ټولو هڅو سربیره هم د عمران خان د محبوبيت په کمولو نه دي توانيدلي.»

د چهار شنبې په ورځ د اسلام آباد يوې ځانګړې محکمې عمران خان، او د هغه مېرمن بشره بي بي، ته د فساد په تور د څوارلس - څوارلس کالو سزا ورکړه. محکمې په خپله پريکړه کې ويلي دي چې عمران خان د ۲۰۱۸م څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د خپلې دورې پر وخت د ميليونو روپو دولتي ډالۍ پلورلي دي.

تر دې يوه ورځ د مخه هم عمران خان، او د هغه پاکستان تحريک انصاف ګوند يا «پي ټي آی» مرستیال مشر شاه محمود قريشي، د دولتي رازونو د بربنډولو په تور په لس کاله بند محکوم کړي ول. دا قضيه د سايفر کیس په نامه ياديږي چې په اړه یې عمران ادعا کوي چې له دندې څخه د هغه په ګوښه کولو کې د امريکا د نقش ثبوت دی.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپريل میاشت کې په پارلمان کې د باور رایې د ترلاسه کولو د بهير په ترڅ کې له واکه ليرې کړل شو. خو دا يو ۷۱ کلن، د کرېکټ پخوانی ستوری تور لګوي چې د هېواد ځواکمنو جنرالانو د هغه د ګوښه کولو له پاره د امريکا سره په ګډه يوه توطيه جوړه کړې وه. د پاکستان پوځ او امریکا دواړه دا تور ردوي.

لانجمنه پريکړه؟

محکمې دا دوه پرله پسې پريکړې د فيبرورۍ پر ۸مه نېټه د عمومي ټاکنو يوازې لس ورځې د مخه وکړې. ډېری شنونکي په دې آند دي چې دې پريکړو راتلونکې ټاکنې تر يوه حده غير معتبرې او غير قانوني کړي دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند چارواکي او د بشري حقونو ډلي د عمران خان، پر وړاندې د دواړو قضيو د مخکې وړلو پر ډول نيوکې کوي.

د پي ټي آی يوه لوړپوړي غري زلفي بخاري، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د عمران خان وکيلانو ته د خپلو دلايلو وړاندې کولو او يا له شاهدانو څخه د پوښتنو ګرويږنو اجازه ورکړل شوې نه وه. خو نوموړي وويل چې دا پريکړه «د ټيټې محکمې ده او پر ضد یې په لوړه محکمه او همدا راز په ستره محکمه کې شکایت درج شوی دی، او دا چې موږ ډاډه يو چې انصاف به راسره وشي.»

د عمران خان او د ګوند مخالفين یې وایي چې د سايفر په قضيه کې د عمران د لس کاله بند سزا ډېره «نرمه» ده ځکه د دولتي رازونو په اړه قضيو کې په عمومي توګه مجرم ته د عمري بند سزا اوروله کیږي.

آیا د خان محبوبيت به یې په ټاکنو کې د بريا باعث وګرځېدلای شي؟

د پي ټي آی وياند روف حسن، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې هغه وړاندوينه کوي چې دا جزاوې به یې پر ګوند «مثبتې اغیزې» ولري.

حسن وويل: «موږ به د هغه رایه ورکوونکو د شمیر د ډېروالي زمینه برابره کړو چې د رای مرکزونه ته ورځي او موږ به د آزاد سیاسي ګډون له پاره مبارزه وکړو.»

په دې وروستيو کې په شمیر نظر پوښتنو کې د عمران خان حکومت له خپلو سيالو ګوندونو، پاکستان مسلم ليګ (نواز) او د پاکستان پيپلز ګوند څخه مخکې بريښي. دا په داسې حال کې ده چې عمران په ټاکنو کې له برخه اخيستو منع کړل شوی دی.

خو پوښتنه دا دی چې آیا د عمران خان په بند تر محکومیدو وروسته به یې پلويان د فيبرورۍ په ۸مه نیټه د ووټ ورکولو له پاره له خپلو کورونو راووځي؟

دويچه ويله په دې تړاو له څو کسانو سره خبرې کړي دي چې وايي د دوی رايه به د انتخاباتو پر پايلو هیڅ اغیزه ونه لري. په پاکستان کې عمومي انګيرنه دا ده چې په هېواد کې موجودو قدرتونو لا مخه له سياست څخه د عمران خان د شړلو پريکړه کړې ده.

په کراچۍ کې د «سوداګرۍ د مديريت د انستيتويت» څخه حيدر نظامي، وويل: «راتلونکې ټاکنې د پاکستان د تاريخ تر ټولو خرابې ټاکنې دي او په ځانګړي توګه د محکمې څخه په استفاده له ټاکنو څخه د عمران خان، او د هغه د ګوند د لیرې ساتنې هڅو پر ټاکنو او د ټاکنو پر قانوني حيثيت سوری غوړولی دی.»

هغه زياته کړه: «عمران خان د هېواد د يوه مهم قشر استازيتوب کوي، په ځانګړي توګه د هغوی چې په سترو ښارونو کې میشت دي. له دې کبله د محکمې دا پريکړه په دې معنا ده چې دا قشر د رایې ورکولو له حقه محروم شوی وي.»

خو د توشه خانې يا دولتي ډاليو په قضيه کې د چهار شنبې ورځې پريکړې، د عمران خان د «پاک سیاستوال» حیثيت ته چې اصلي سياسي اجنډا یې له پاکستان څخه د فساد ختمول وو، يو څه زيان رسولی دی.

آیا عمران به وکړای شي بيرته سیاست ته راستون شي؟

عمران خان له يو شمیر حقوقي قضيو سره مخامخ دی او انتظار کیږي په راتلونکو ورځو او اونیو کې به یې په اړه محکمې نورې پريکړې هم وکړي. خو دا د هغه له پاره ستره ننګونه نه دی.

شنونکي وایي چې د عمران خان سیاسي راتلونکی بيرته جوړيدای شي که چېرې هغه له پوځي مشرانو سره د اړيکو په رغولو کې کامياب شي.

د پاکستان د بشري حقونو له کميسيون څخه حارث خليق وایي: «پوځ عمران خان د اصلي ګوندونو سره د مقابلې له پاره د يوې پروژې په توګه رامخکې کړی وو او دا ګوند اوس هم پر ځای پاتیدلای شي.» 

هغه وويل چې که چېرې د اوسنیو ګوندونو او پوځ ترمنځ کومه مسئله رامنځته شي نو کیدای عمران خان، يو ځل بيا د دوی [پوځ] انتخاب وګرځي. د سه شنبې ورځې تر پريکړې وروسته دا خبره واضح ده چې عمران به راتلونکی لومړی وزير نه وي خو په سیاست کې یې راتلونکی هرو مرو شته.»

ډېر عام پاکستانيان هم همدا نظر لري. هغوی داسې انګيري چې عمران ته د پوځ د ننګولو جزا ورکول کيږي. خو دا چې دا عام پاکستانيان به د فیبرورۍ پر ۸مه نيټه د رایې اچونې د صندوقونو له لارې خپل نظر څرګند کړي او که نه، دا بېله خبره ده.

ب. ص/ ن. ز (شامل شمس، کراچۍ)

زموږ له آرشيف څخه: