1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
فرانسه

پاریس: د ناپیلیون خولۍ په نږدې دوه میلیونه یورو پلورل شوې

۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبه

د پاریس په یوه لیلام خونه کې د فرانسې د امپراتور ناپیلیون بوناپارټ، یوه خولۍ د ۱،۹ میلیونه او ۳۲ زره یورو په بدل کې وپلورل شوه. د لیلام کوونکي کس په خبره ناپیلیون ۱۲۰ دا ډول خولې درلودلې.

https://p.dw.com/p/4ZAiL
Frankreich, Paris | Versteigerung von Napoleons Hut
انځور: Christophe Ena/AP/picture alliance

د یکشنبې (د نومبر ۱۹ نیټه) په ورځ د پاریس په یوه لیلام خونه کې د فرانسې د امپراتور ناپیلیون بوناپارټ، یوه خولۍ د ریکارټ په کچه لوړه بیه یعنې ۲ میلیونه او ۱۱ زره ډالره وپلورل شوه. دا یوه تور رنګه دوه کُنجه یا څنډې لرونکي خولې ده.

د دروت په لیلام خونه کې په لومړیو کې اټکل کیده چې دغه خولۍ به له ۶ تر۸ سوه زره یورو پورې وپلورل شي. پر دې خولې د فرانسې د بیرغ رنګ لرونکی (آبي، سپین او سور رنګه) مډال هم نصب دی.

مخکې تر دې دغه خوله له یوه فرانسوي سوداګر ژان لوئس نوزیز، سره وه چې تیر کال مړ شوی دی. د خولۍ د پیرونکي هویت پټ ساتل شوی دی.

د دې لیلام خونې یوه چارواکي وویل چې په وروستي ځل د ناپیلیون یوه بله خولۍ په ۲۰۱۴م کال کې د سویلي کوریا یوه سوداګر په ۱۸۸۴۰۰۰ یورو پيرلې وه او په دې ترتیب سره دغه پخوانی ریکارډ هم مات شو.

Frankreich, Paris | Versteigerung von Napoleons Hut
د دروت په نیلام خونه کې په لومړیو کې اټکل کیده چې دغه خولۍ به له ۶ تر۸ سوه زره یورو پورې وپلورل شي.انځور: Mohamad Salaheldin Abdelg Alsayed/Anadolu/picture alliance

د دې خولۍ ارزښت په څه کې دی؟

د دې خولۍلیلامونکي ژان پیئر اوسنټ، د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې دغې خولې ناپیلیون ته د یوه سوداګریزې نښې یا ټریډ مارک حیثیت درلود او هغه داسې ۱۲۰ خولې درلودلې. اوسنټ وویل: «دغه خولۍ د هغه انځور یوه برخه ده، چې هغه ځانته پنځولی وو.»

اوسنټ دا هم وویل چې ناپیلیون به دا خولې داسې په سروله چې کُنجونه یا څنډې به یې تل له اوږو سره مطابق کولو، په داسې حال کې چې په هغه وخت کې به اکثرو خلکو د هغه څنډې د مخ او شا په طرف په سرولې.

د فرانسې د انقلاب پر مهال ناپیلیون یو مهم شخصیت وو. په ۱۸۰۴م کال کې د امپراتور په توګه له خدمت کولو مخکې هغه د قونسل په توګه هم دنده ترسره کړې وه او د امپراتورۍ تر رامنځته کیدو وروسته یې د اروپا په ډیرو برخو کې د پوځ مشري هم کړې ده.

د هغه پر ژوند جوړ یو نوی فلم به ډیر زر سنیماګانو کې نندارې ته وړاندې شي، په کوم کې چې جوکوئن فینکس د ناپیلیون رول لوبولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا