1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتامریکا متحده ایالات

یو جوړه سپورټي بوټونه تردوه میلون ډالرو په لوړه بیه خرڅ سول

۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

دغه بوټونه د مایکل جورډن دي څوک چې په امریکا کي د باسکیټال پېژندل سوی ستوری دی. د نوموړي یوه جوړه سپورټي بوټونه پرون د سې شنبې په ورځ په ۲.۲ میلون ډالرو خرڅ سول.

https://p.dw.com/p/4PzCG
Michael Jordan-Schuhe
انځور: Sotheby's/dpa/picture alliance

د ساتبیز لیلامي کور ویلي دي، چي یوه جوړه د کرمچ بوټونه، چي مایکل جورډن په پښو کړي ول د سې شنبې په ورځ په نیویارک کي په ۲.۲ میلون ډالرو خرڅ سول. 

په دې توګه ویل کیږي چې په تاریخ کې دا تر ټولو د لوړې بیې سپورټي کرمچ بوټونه دي چې د نوموړي د نورو بوټونو ته يې هم په بیه کي ماته ورکړه. په ۲۰۲۱م کال کې د نوموړي یوه جوړه بوټونه په ۱.۵ میلون ډالرو خرڅ سوي ول. 

اړوند: آلماني موچي ۲،۳۰ متره جګ پاکستاني ته د ۵۷ نمبر بوټونه جوړ کړل

د سړک پر سر د زړو لباسونو اود عصري ساتبیز لیلامي شیانو د ځای مسؤل برام واچر، په خپله بیانیه کي وویل: «دا ریکارډ ماتونکی کار ثابتوي چې د سپورټ په نړۍ کې د ده غوښتنه له هیلي څخه لوړه ده.»

NBA Dikembe Mutombo Michael Jordan
انځور: Jeff Haynes/AFP

د دې لیلامۍ د جوړونکو په خبره، جورډن دغه سپورټي بوټونه لاسلیک کړي او «بای بال» یا هغه هلک ته چي په سپورټي لوبغالي کي توپونه راټولوي ورکړي ول.

اړوند: جرمني: په برلین کې یوې ګیدړې له سلو جوړو ډیر بوټونه غلا کړي
 دی زیاتوي، په اصل کي د بوټو خرڅوونکی هغه څوک نه و، چي په پیل کي يې له مایکل جورډن څخه دغه بوټونه اخیستي ول او د یادو بوټونو د رانیوونکي په اړه يې هم معلومات ورنه کړل، که څه هم دغو بوټونه یو نړيوال ریکارډ ټینګ کړ، خو بیاهم له څلور میلون ډالري وړاندویني څخه په لږ بیه خرڅ سول. 

په دې بوټونو کي کومه ځانګړتیا وه؟

په ۱۹۹۸م کال کي د باسکیټبال ستر امریکايي ستوري مایکل جورډن د امریکا د باسکیټبال اتحادیې «ای، بي، این» د ملي لیګ د سیالیو د وروستي پړاو په دویمه لوبه کي دغه سره او تور بوټونه په پښو کړي ول. دا په دغه لیک کي د ده شپږم او وروستی بریالیتوب و. 

اړوند: د المپيک د کډوالو بنسټ ته د استورياس شهزادګۍ د جايزې ورکړه

د دې سیالیو وروستۍ برخه په مستند ډول د «وروستۍ نڅا» په نامه «ای، اس، پي، ان» تولیدي څانګي او نیتفلکس لخوا هم تصویري ثبت سوې ده. مایکل جورډن اوس ۶۰ کلن دی، د باسکیټبال ډېر وخت يې د شیکاګو بولز په هغه کلب کي تېر کړی جې خپلي ټولي شپږ بریاوي یې پکښي ګټلي دي. 

USA | Jordan-Turnschuhe für fast 1,5 Millionen Dollar versteigert
انځور: Sothebys/dpa/picture alliance

داسي راپورونه دي، چي نایک شرکت تراوسه هم د باسکیټبال دغه تقاعد سوي لوبغاړي «آیر جورډن» ته د وړینو بوټونو د خرڅلاوو له امله په میلونونو ډالر حق الامتیاز ورکوي. 

ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی