1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو ترکی شرکت په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی دی، چې یوه ترکي شرکت لېوالتیا ښودلي چې په افغانستان د بادي انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي. په دې وروستیو کې چین هم د افغانستان کې پانګونه کې لېوالتیا ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4R2UY
Kenia Grüner Strom | Windenergie
انځور: Zhao Yingquan/Photoshot/picture alliance

د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی، چې د ۷۷ په نوم د یوه ترکي شرکت له مشر سلیمان جیلیو سره لیدنه کې یې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړي دي.

اړوند مطلب: «چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»

نوموړي وایي، د دغه ترکي شرکت مشر موافقه کړي، چې په افغانستان کې د بادي انرژۍ په برخه کې په یوه پروژه  پانګونه وکړي، چې له مخې به یې ۲۰۰ میګاواټه برېښناتولید کړي. 

منصور زیاته کړي:« د ۷۷ ترکي شرکت رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو ژمنه وکړه چې د تیرو همکاریو سربیره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لیواله دی.».

اړوند مطلب: آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟

د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت په خپل ویب سایټ هم د دې لیدنې خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د یاد وزارت مشرتابه د دغه پروژې په عملي کولو کې یاد ترکي شرکت ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

زیاته شوې ده، چې په نږدې راتلونکي به د بادې انرژۍ په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ یو تړون لاسلیک شي.

دا چې د بادي انرژۍ څخه د برېښنا تولید دا پروژه د افغانستان په کومه سیمه کې عملي کیږي، د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت په دې تړاو مالومات نه دي ورکړي.

ویل شوي دي، چې د هلمند د کجکي بند د دویم فاز پروژه هم  د ترکيې د ۷۷ ساختماني شرکت له لورې عملي شوې.

اړوند مطلب: د کجکي برېښنا بند دویم فاز پرانستل شو

د دغه پروژې قراداد د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ۷۷ په نوم ترکي ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې چینایي کمپنیو د افغانستان په بندونو او په ځانګړي توګه د کانونو په استخراج کې ډېره لېوالتیا لري. د طالبانو ادارې څه موده وړاندې د افغانستان په شمال کې  د تیلو د استخراج په برخه کې یوه چینایي شرکت سره یو قرارداد لاسلیک کړی دی.