1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوې څېړنه: ۶۵ سلنه افغانان برېښنا نه لري

۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبه

د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان یوه تازه څېړنه ښيي چې د انرژي سکټور کې د ناسمې حکومتولۍ له امله ۶۵ سلنه افغانان له برېښنا بې برخې دي.

https://p.dw.com/p/3XTCu
Kabul bei Nacht
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/M. Lima

د افغانستان د شفافیت څار سازمان راپور کې راغلي، د انرژی په سکتور کې د حکومتوالی اغیزمن بنسټ نشته، چې له امله یې یواځې ۳۵ سلنه افغانان د دولتي برېښنا شبکو سره نښلول شوي.

راپور زیاتوي، د افغانستان ۶۵ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی نه لري. د روڼتیا څار سازمان اجراییوي رییس سید اکرام افضلي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۸مه) د راپور خپرولو پرمهال وویل، د انرژي سکتور کې ناسمه حکومتوالي برېښنايي ستونزې لاپسې ډېروي. «د شواهدو له مخې د افغانستان حکومت د انرژی سکتور له پاره یو څرګند لیدلوری نه لري، دا ددې باعث شوی چې اقتصادي وده ورو کړي او فساد له پاره هم زمینې ایجاد کړي.»

په دې څېړنه کې راغلي چې افغانستان کې د سړي سر د برېښنا لګښت ۱۸۶ کیلو واټه دی، په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه د سړي سر د برېښنا لګښت ۳۱۲۶ کیلو واټو ته رسیږي او د سویلي اسیا به کچه بیا د سړي سر برېښنا لګښت ۷۰۷ کیلو واټه دی.
 

د حکومت غبرګون

خو افغان حکومت بیا ددې څېړنې ځینې برخې ردوي، خو دا مني چې لاهم ۶۵ سلنه افغانان برېښنا نه لري. د افغانستان د اوبو او انرژی وزارت ویاند احمد سیر نیکزاد دویچه ویله ته وویل، حکومت د انرژي سکتور د ودې له پاره اغیزمنې پروژې ترلاس لاندې لري: «د اوبو او انرژي وزارت دغه څېړنه ردوي، ځکه د څېړنې ځینې برخې یې په بشپړه توګه له واقعیته لرې دي، د بیلګې په توګه ویل شوي چې د انرژی وزارت په چوکاټ کې د "انرژی خدمتونو د تنظیم اداره" نشته، په داسې حال کې چې تر یو کال ډیر وخت کیږي چې دا اداره رامنځته شوې او تراوسه یې تر ۳۷۲ میلیونه امریکايي ډالرو ډېرې پیسې خصوصي سکتور ته د انرژي د ودې له پاره جلب کړي.»

د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د برېښنا نشتوالی او یا هم خورا ډیر کمښت د اقتصادي ودې مخه ډب کړې او ترڅنګ یې په ښارونو کې د هوا ککړتیا او کلیوالي سیمو کې د ځنګلونو پرې کېدو سبب شوي.
 

ایا هغه افغانان چې برېښنا لري له برېښنايي خدمتونو راضي دي؟
 

د کابل ښار یوه اوسېدونکي سمیر دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت د یوې ډاډمنې بریښنا په برابرولو کې پاتې راغلی: «دوی په دې غم کې دي چې ۶۵ فیصده افغانان بریښنا نه لري، دا مونږ چې د هېواد په پلازمینه کې ژوند کوو او تش په نوم برېښنا راکړل شوې ځکه په ۲۴ ساتونو کې ایلا شپږ ساته بریښنا لرو خو داسې اداره نه شته چې زمونږ غږ واوري.»

د افغانستان حکومت په ۲۰۱۵ میلادي کې ژمنه کړې وه چې په ښاري سیمو کې به برېښنا ته د خلکو لاسرسي کچه ۸۰ سلنه او کلیوالي سیمو کې به ۵۰ سلنه ته ورسوي.

د روڼتیا څار سازمان داسې مهال د افغانستان د انرژۍ سکتور له ستونزو ډک بولي، چې ولسمشر غني تېره اونۍ د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.
 

کاسا زر، د برېښنا او انرژۍ هغه ستره پرژه ده چې، د قرغیزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي. د دې پروژې په ترڅ کې به، ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته ولېږدول شي.
 

اسماعیل شاکر – کابل