يوې افغاني پوليسي يو امريکايي سلاکار وواژه
۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبهد کابل د پولیسو مرستیال محمد داود امین، وایي چې د دوشنبې په ورځ یوې افغاني پولیسي د کابل د امنیه قوماندانی په ودانۍ کې یو امریکایي مشاور وژلی دی.
امین زیاته کړې ده، چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې آیا دغه پېښه په قصدي ډول رامنځته شوې ده او که یوازې یوه خواشینوونکی تصادف وو.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې وژل شوی امریکايي یو پوځي مشاور وو او که په ملکي برخه کې د افغان حکومت سلاکار وو.
په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم ویلي دي، چې هغوی د دغه خبر په اړه څیړنې کوي او لا تر اوسه پورې په دې برخه کې معلومات نه لري.
د راپورونو له مخي بريد کوونکې یوه افغانه پوليسه او ژوندۍ نيول سوې ده. ويل کيږي چي وژل سوی امريکايي يو ملکي قراردادي وو.
دا لومړۍ ځل دی چي په افغانستان کي يوه ښځه چي د دغه هيواد په امنيتي ځواک کي دنده تر سره کوي پر بهرنيرنيانو باندي دوست- دښمن بريد ترسره کوي.
دغه راز د افغانستان په شمال کي په يوه ورته بريد کي پنځه تنه افغان پوليس وژل شوي دي. د جوزجان ولايت د امنيې قومندان عبدالعزيز غيرت ويلي دي، چي قاتل په تېښته بريالی سوی دی. دغه عسکر د امريکايي ځواکونو له خوا روزل شوي ول، او په پلان کي وه چي د افغانستان څخه د هغوی تر وتلو به امنيتي مسئوليت ته اوږه ورکوي.
یوازې په روان کال کې لږ تر لږه ۵۳ بهرني ځواکونه د افغان سرتیرو په بریدونو کې وژل شوي دي. دغه ډول بریدونو ته په رسنیو کې «شین پر زرغون» بریدونه هم ویل کیږي.
ناټو غواړي چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي او د دغه هيواد ټول امنيتي مسئوليت افغانانو ته وسپاري.